اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) په برتانيه كښې په بېلا بېلو روغتونونو كښې د كرونا په رنځورانو ډيکسا ميتھا سون نومې سټيرائيډ داروګان استعمال كړي چې د ډاډ وړ نتيجې ئې رامخې ته شوي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل په ابتدائي توګه په کلينيکل ټرائل كښې د ډيکساميتھا سون نوي کورټيکو سټيرائيډ داروګان د كرونا رنځورانو لپاره ګټور ګرځېدلې دي