د وزيراعظم عمران خان ګورنر هاٶس کراچۍ كښې د مختلف ځائي نيوز چېنلز او ورځپاڼو سره تعلق لرونكو سينئر خبريالانو سره خبرې

image

کراچۍ 17 جون (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان وئيلي دي په اتلسم بدلون هېڅ اختلاف نشته٬ په ځېنې بې ضابطګيو نظر ثانۍ ته اړتيا د٬ ځينې څيزونه د اتلسم بدلون له مخې صوبو ته منتقل شوي كوم چې مركزي حكومت سره پكار وو٬ د ټولو صوبو په مشاورت به دغه بې ضابطګۍ لرې كولې شي، د شروع نه زه د سخت لاك ډاٶن نافذ كولو په خلاف ووم ځكه چې ما سره د خواري كښ طبقې په خاص توګه د ديهاړي مارو غم ٶ، حکومت په اېس او پيز عملدرآمد باوري كولو لپاره د سخت كمپائن پېل كولو پرېكړه كړې ده، سمارټ لاك ډاٶن به د هېواد په هاټ سپاټ سيمو كښې نافذ كولے شي، د سندھ 50 لکه مستحقو كورنيو له 60 اربه روپۍ وركړ كېدونكې دي۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د شورو په ورځ د كراچۍ په ګورنر هاٶس كښې د مختلف ځائي نيوز چېنلز او ورځپاڼو سره تعلق لرونكو سينئر خبريالانو سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ د وفاقې حكومت لخوا د كرونا وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره د اقدامات په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم عمران خان ووئېل د پیل نه د اېن سي او سي غونډې په باقاعدګۍ سره رابللې كېدلې او ټولې صوبې په اعتماد كښې اخستې شويي۔ ده ووئيل د شروع نه زه د سخت لاك ډاٶن نافذ كولو خلاف ووم ځكه چې ما سره د خواري كښې طبقې په خاص توګه د ديهاړي مارو غم ٶ،۔

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں