د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام ترمخه 1 كروړ 8 لكهه 23 زره كسانو له 131 اربه 11 كروړه روپۍ وركړې شوي

image

اسلام آباد 19 جون (اے پی پی) هيواد كښې تر اوسه د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام ترمخه 1 كروړ 8 لكهه 23 زره څخه زياتو كسانو له 131 اربه 11 كروړه روپو څخه زياتې وركړې شوي۔ د احساس پروګرام د اړخه جاري تفصیلات له مخې صوبه سندھ كښې 32 لكهه 45 زره څخه زياتو كسانو له 39 اربه 16 كروړه روپۍ وركړې شوي۔ په پنجاب كښې 47 لكهه څخه زياتو كسانو له 56 اربه 98كروړه څخه زياتې روپۍ وركړې شوي۔ خیبر پښتونخوا كښې 20 لكهه 11زره كسانو له 24 اربه 41 كروړه څخه زياتې روپۍ وركړې شوي، دغسې بلوچستان كښې 5 لكهه 48 زره څخه زياتو كسانو له 6 اربه 66 كروړه څخه زياتې روپۍ وركړې شوي۔په آزاد كشمیر كښې 1 لكهه 82 زره څخه زياتو كسانو له 2 اربه 23 كروړه روپۍ او ګلګت بلتستان كښې 79 زره څخه زياتو كسانو له 96 كروړه څخه زياتې روپۍ وركړې شوي ۔ په اسلام آباد كښې هم 56 زره څخه زياتو كسانو له 68 كروړه روپۍ وركړې شوي۔ ۔

مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں