وزيراعظم عمران خان د سري لنکا صدر ګوتابايا راجا پاسکا سره ټيلي فوني تماس

image

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د زيارت په ورځ د سري لنکا صدر ګوتابايا راجا پاسکا سره ټيلي فوني تماس نيولے ٬دے په دې مهال دواړٶ مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو٬ په سيمه ايز صورتحال او په نورو چارو تفصيلي خبرې كړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې تر مخه وزيراعظم عمران خان د کووېډ 19 وبا په ضد د سري لنکا د اقداماتو ستائنه وكړه او صدر ئې پاكستان كښې په دې اره د تازه صورتحال او د حكومت لخوا د كووېډ 19 خپرېدو مخ نيوي٬ د قېمتي ځانونو تحفظ٬ د روزګار ذريعې محفوظولو او د معاشي بحالۍ لپاره د اقدمات نه په تفصيلي توګه خبر كړٶ۔ دغسې وزيراعظم د سري لنکا صدر پرمختګ كوٶنكې هېوادونه د وبا د سختو سماجي او معاشي اثراتو څخه محفوظه ساتلو لپاره په ” نړيوال قرض كښې د ريليف” اقداماتو نه هم خبر كړٶ۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل پرمختګ كوٶنكې هېوادونه د كورونا وبا څخه په خاص توګه زيات ځپلے شوي ٬ په دې اړه د كوټلې لائحې مطابق د مسائلو حل پكار دے ۔ وزيراعظم ووئيل پرمختګ كوٶنكې او پرمختګ كړي هېوادونه په ګډه مخ په وړاندې تللو سره ترقي كوي٬ وزيراعظم په مقبوضه كشمير كښې د سنګين صورتحال په تناظر كښې د کشير كشالې د سوله ايز حل په حاجت هم زور رواړٶ۔ د سيمه ايز صورتحال پحقله وزيراعظم عمران خان ووئېل د شخړو او شريكې مرستې باوجود مونږ له د سوئيلي آسياء د 1.5 اربه نه د زيات اولس حقيقي استعداد څخه استفادې لپاره اقداماتو كولو ته اړتيا ده ۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې د كوټلي پرمختګ او سوكالۍ مقاصد ترلاسه كولو لپاره د سارك پلېټ فارم پشمول سيمه ايزې مرستې ته پراختيا وركول پكار ده

مضمون کا ماخذ : کڑک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں