په كورونا وباﺀ كښې د ډاكټرانو په مشوره او احتياطي تدبيرونو عمل درآمد ګران كار نه دے۔ په اېس او پيز كه عمل كېږي نو كاروبار به هم روان وي او خلق به هم تندرست وي۔ وفاقي وزير اسد عمر

image

اسلام آباد ۔ 4 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي په كورونا وباﺀ كښې د ډاكټرانو په مشوره او احتياطي تدبيرونو عمل درآمد ګران كار نه دے۔ په اېس او پيز كه عمل كېږي نو كاروبار به هم روان او خلق به هم صحتمند وي۔ اسلام آباد كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل سره اېن آئي اېچ كښې د نوي جوړ كړې شوي آئیسولېشن اېنډ اسپېشل ټريټمنټ سېنټر دورې په مهال ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل كورونا سره اړوند صورتحال مخ په ښه كېدو دې۔ ده ووئيل اسلام آباد كښې 40 ورځو كښې آئیسولېشن روغتون جوړ كړے شوے دے۔ زمونږ تياريانې مكمل دي او راتلونكې اوونۍ كښې به وزيراعظم د آئسولېشن روغتون پرانسته كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل دې روغتون كښې د اكسيجن او وېنټی لېټرز په شمول د ټولو آسانيو اضافه كړې شوې ده۔ دلته 250 بېډز موجود دي۔ ده ووئيل په اختر كښې دې هم د سماجي فاصلې او نورو وړو وړو خبرو خيال وساتلې شي ولې چې كه په اېس او پيز عمل ونكړے شو نو حالات ناوړه كېدې شي۔ اسد عمر ووئيل په سخت وخت كښې پاكستانې اولس يو موټې كېږي۔ ده زياته كړه چې په احتياطي تدبيرونو عمل كول كوم ګران كار نه دے۔

مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں