اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي نړيواله ورورولي دې د مقبوضه کشمیر محاصره ختمولو، هندي عسكر مقبوضه وادی څخه وېستلو، د میډیا او انټرنیټ بندیز ختمولو لپاره خپل کردار ترسره كړي، هند دې سیاسی بنديوان خوشې كړي او د کشمیریانو تنګول دې پريږدي، پاکستان به کشمیریان يواځې نه پريږدي، د کشمیریانو اخلاقی، سیاسی او سفارتی مرسته به روانه ساتلې شي، زه باور لرم چې د کشمیریانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي ، هغه ورځ لري نه ده چې د کشمیریانو د آزادی نمر ښكاره شي، هند عمر له د خبرو اترو څخه انکار کړے دغسې پاکستان د امن لاره اختيار كړې ده ٬ خو هند له مو د جارحيت په زړه پورې ځواب وركړے ، زمونږ د امن خواهش دې زمونږ کمزوری ونه ګڼلې شي۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ سېنېټ كښې د كشمير د استحصال ورځې په اړه خاص غونډه كښې وكړه۔ صدر ووئيل نن مهمه ورځ ده ، د استحصال ورځې لمانځلو مقصد د کشمیر په اړه زمونږ بیانیه نړۍ ته رسول دي او نړۍ له دا پیغام وركول دي چې د كشمير په شخړه مونږ يو موټې يو۔ ده ووئيل هند په 5 اګست 2019ء خطرناك اقدامات كړي، کشمیر په زندان بدل كړے شوے ، به کشمیریانو ظلمونه زيات شوي۔ ده ووئيل د ریاستی ترھه ګرۍ د لارې په کشمیریانو انسانیت سوز ظلمونه روان دې۔ ده ووئيل علامه اقبال په خپله شاعرۍ كښې د کشمیریانو خراب حالت بيان كړے ؤ خو اوس دغه ظلم نور هم زيات شوے ، کشمیریان مظلوم، محکوم او مجبوره پاتې شوي۔ ده ووئيل انګریزانو کشمیر د فتح کولو نه پس په ډوګر مهاراجه په 75 لاکھ روپۍ خرڅ كړے ؤ، کشمیریانو د ډوګره راج په ضد هم هلې ځلې كړي ۔ده ووئېل 1931ء كښې د ډوګره راج په ضد هلو ځلو كښې 22 کشمیریان شهیدان شوي وو ،په كال 1947ء كښې مهاراجه هری رام سنګھ د هند سره د مقبوضه کشمیر غیر قانونی الحاق کړے دغسې ارواښاد سردار ابراهیم د آزاد کشمیر د پاکستان سره الحاق کړے۔ده ووئيل پاکستان خپله سیاسی نقشه جاري كړې ، په دغه نقشه كښې مقبوضه جمو او کشمیر، جونا ګړھ، سردار ګړھ او نور ریاستونه د پاکستان برخه ښودلې شوي، دا تقسیم د نيمې اوچې ایجنډا ده۔ده ووئيل هند پخپله د د كشمير شخړې معامله د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل ته وړاندې كړې او هلته ئې د استصواب رائے لوظ كړے او هندي سیاستمدارو هم دغه لوظ تر 10 كاله يادولو چې کشمیری اولس له به د رايو شميرې حق وركولې شي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمیر كښې اوس هم ګڼ کشمیریان شهیدان كړې شوي، ګڼې ميرمنې كونډې كړې شوي۔ده ووئيل هند په 5 اګست آرټیکل 370 او 35 اے په غیر قانونی توګه منسوخ کړے حالانکه دا آرټیکل د هند په آئین كښې غیر قانونی ؤ خو بيا هم ئې د دغې آرټیکلز ترمخه مقبوضه جمو او کشمیر له خصوصی حیثیت وركړے ؤ ۔ ده ووئېل مقبوضه جمو او کشمیر آزاديدلو او د پاکستان برخه ګرځيدو۔ ده ووئيل دا صورتحال د بی جے پی په قیادت كښې د هندي حكومت د اقلیتونو په ضد د كركې عکاسی کوي۔ ده ووئيل مقبوضه جمو او کشمیر كښې 9 لکھ څخه زيات هندي عسكر موجود دي ، دا د نړۍ تر ټولو لويه پوځي سيمه ده ، هندي عسكرو له د پبلك سفیټی ایکټ ترمخه نور اختیارات وركړې شوي چې له امله ئې جعلی مقابلو كښې د عدالت نه غير قتلونه زيات شوي ۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئېل د مقبوضه جمو او کشمیر سیاسی قیادت په غیر قانونی توګه نيولے شوے او نظر بند کړے شوے۔ ده ووئيل د هندي اقداماتو له امله د مسلمانانو ځان او مال ته زيان رسولے كيږي، د هغوي کاروبار تباه شوے، 7 لكهه څخه زيات وګړي بې روزګاره شوي۔ ده ووئيل د هند اقدامات د ملګرو ملتونو قراردادونو ، د جنیوا کنونشن او شمله لوظنامې خلاف ورزی ده، هند د ماشومانو حقونو ته زيان رسولو سره د جنیوا کنونشن خلاف ورزی کړې ۔ صدر ووئيل په نړيوال فورمز هند دا موَقف اختیار کړے چې دا دوه اړخيزه مسئله ده هغه د شمله معاهدې ترمخه په دې مسئله پاکستان سره خبرې اتري هم نه كوي، هند په هره موقع خبرو اترو څخه انکار کړے۔ ده ووئيل مقبوضه کشمیر كښې د لاك ډاؤن له امله د صحت او تعلیم آسانۍ هم نشته، هند په مقبوضه کشمیر كښې د پیلټ ګنز استعمالولو سره کشمیریان ړانده كړې، تير يو كال راهسې 13 زره ځوانان نيولے شوي، د ميرمنو د هراسا كولو پيښې زياتې شوي۔ده ووئيل ملګرو ملتونو په خپلو قراردادونو كښې په کشمیر كښې د خپلواكه ، غیر جانبداره او منصفانه انتخابات لوظ كړے ، د هندي حکومت د اقلیتونو په ضد ظلم د هغوي د فاشسټ هندوتوا پالیسۍ عکاسي ده۔ ده ووئيل هند كښې د نسل کشۍ اقدامات روان دي، هند په ټولنه كشې كركه پيدا كوي، اقلیتونه د كاروبار څخه منع كړے كيږي، هند د ظلم لپاره د خپل استاذ اسرائیل پیروی کوي۔ صدر خپل خطاب كښې د كشمير په مسئله د پاکستان د موَقف په حمایت کولو د ترکیې، چین، ملائیشیا، ایران، آذربائیجان او نورور ملګرو هيوادونو مننه هم وكړه۔ ده ووئيل د امریکې،اروپا ، برتانیې او نړيوالې ميډيا هم مننه كوو چې د کشمیریانو غږ ګرځيدلي او د هند ظلم ئې په نړۍ ته ښودلے۔ د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر د پاكستان دورې په مهال د کشمیر په شخړه خپل بشپړه موَقف وړاندې كړے۔ صدر ووئيل د كشير په مسئله په سوشل میډیا رامخې ته كولو له به نور صلاحیتونه هم كارولې شي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غوندې ته خطاب په مهال هلته د د نړيوالو لارښودو سره د ملاقاتونو په مهال د كشمير مسئله په ښه ډول وړاندې كړې ۔ ده ووئيل هند د پلوامه پيښې نه پس په پاکستان بريد كړے ، مونږ د هغوي دوه الوتكې رانسكورې كړې ، د هند پائلوټ ابھی نندن د نيولونه پس بيا هند له وركړے شوے ۔ ده ووئيل پاکستان به د كشمیریانو اخلاقی، سیاسی او سفارتی مرسته روانه ساتي۔ده ووئېل مونږ د کشمیریانو سره اوږه په اوږه ولاړ يو، د هند د قبضې په ضد به د کشمیریانو هلې ځلې او قربانۍ رنګ رواړوي او کشمیر كښې به د آزادی نمر راښكاره كيږي