حكومت صنعتي پېداوار، اقتصادي پرمختګ، د برآمداتو ودې او د روزګار موقعې پېدا كولو لپاره عملي اقدامات كوي. د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر

image

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي چې حكومت په هېواد كښې د خاص اقتصادي ځايونو بحالې او د وروستو پاتې سيمو پرمختګ لپاره ټولې وسيلې په كار راولي. مېډيا سره په خبرو كښۍ ده ووئيل چې حكومت صنعتي پېداوار، اقتصادي پرمختګ، د برآمداتو ودې او د روزګار موقعې پېدا كولو لپاره عملي اقدامات كوي. ده ووئيل چې مونږ په خاص اقتصادي ځايونو كښې د ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو اسانيې لپاره ون ونډو آپرېشن معرفي كول غواړو. ده ووئيل چې حكومت په هېواد كښې د صنعت په شان د سېلګرې ودې او ځوانانو ته روزګار وركولو لپاره هم هڅې كوي.

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں