هند له به په كشميريانو د ظلم او زياتي حساب وركول وي

image

اسلام آباد ۔ 5 اگست (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز او سېكرټري اكبر حسېن دراني په مشرۍ كښی د كشمير استحصال ورځې په مهال په خيابان سهروردي روډ د اطلاعات او خپرونو وزارت او د ذېلي ادارو شريك لاريون وشو ۔ لاريون كښې ګډون كوؤنكو د مودي سركار د ظلمونو په ضد كشميري اولس سره يو والي له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ د شورؤ په ورځ د كشمير استحصال ورځې مناسبت سره په خیابان سھروردی روډ (زیرو پوائنټ فلائی اوور) څخه احتجاجي لاريون پېل كړے شو كوم چې د پي آئي ډي مخې ته ختم شو ۔ لاريون ته خطاب كښې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل نن مونږ نړۍ ته دا باور وركول غواړو چې د كشمير په خلقو چې كوم ظلم او زياتې روان دے هند له به د دې حساب وركول وي۔ ده ووئيل هند د مست هاتھي په ډول د منطقې امن او استحكام او توازن غېر مستحكم كوي۔ نړيوالې ورورولۍ له به د دې نوټس اخستل وي۔ ده ووئيل نن مونږ د كشمير مظلوم او تش لاسې اولس سره د دې لوظ پخلے كوؤ چې د پاكستان 22 كروړه اولس د دوي سره ولاړ دے۔ ده ووئيل زمونږ د دې سرينګر اېكسپرېس وے منزل سرينګر دے۔ مونږ به د اېكسپرېس وے د لارې سرينګر ته رسېدو سره د مظلوم او تش لاسې كشميري اولس مرسته كوؤ او دوي به د هند تسلط نه خلاصوو۔ ده ووئيل كه لوئي څښتن ته منظور وي ډېر زر به كشمير آزاد شي۔ده ووئيل د كشمير استحصال ورځې لمانځلو مقصد په كشميري اولس د روانو ظلمونو په ضد غږ پورته كول دي۔ ولې چې نړيواله ورورولي په كشميري اولس كېدونكو ظلمونو باندې خاموشه ده۔د منافقت په دې رويه نړيوال امن ته زيان رسېدے شي۔ د اطلاعات وزير ووئيل هند مقبوضه كشمير د نړۍ په لوي زندان بدل كړے ۔ د خلقو تښتول او بې دركه كول ٬ په ځوانانو ظلم ٬د پېلټ ګنز استعمال او غېر قانوني محاصره نړۍ ولې نه ويني۔ ده ووئيل د 22 كروړه پاكستاني اولس يو دريځ دے چې هند له به د خپلو ټولو ظلمونو حساب وركول وي۔ لاريون كښې د اے پي پي اېم ډي طارق محمود خان ٬پرنسپل انفارمیشن آفیسر شاهيرہ شاهد، ډائرېکټر جنرل ریډیو پاکستان عنبرین جان، ډی جی آئی پی سهیل علی خان، ډی جی ډیمپ سعید جاوید او د ډی جی اي پی عمرانه وزیر په شمول د اطلاعات او خپرونو وزارت چارواكو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو په ګڼ شمېر ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : apostas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں