خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزیر حنیف اتمر سره ټیلفوني خبري

image

اسلام آباد 03 ستمبر(اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي پاك افغان ګڼ اړخيزه خبرو اترو كښې ترسره شريك اهداف سر كولو له شريكو هڅو كولو ته اړتيا ده۔پاکستان به افغان امن عمل پشمول سيمه كښې امن او استحکام لپاره خپلې مصالحانه هلې ځلې روانې ساتي۔د خارجه دفتر وياند له مخې د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير حنیف اتمر د زيارت په ورځ خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی سره ټیلیفوني رابطه کړې۔ د خبرو اترو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو،بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو،د سيمې صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه كړې ۔ خارجه وزیر په 31 اګست کابل كښې شوې پاك افغان ګڼ اړخيزه خبرو اترو دويم دور په كاميابۍ افغان خارجه وزیر له مباركي وركړه۔شاه محمود قریشی ووئيل پاك افغان ګڼ اړخيزه خبرو اترو كښې ترسره شريك اهداف سر كولو لپاره شريكو هڅو ته اړتيا ده۔ خارجه وزیر د افغانستان خپل همڅنګ ته د افغان طالبانو نمائنده پلاوي سره خارجه وزارت كښې شوې ملاقات تفصیلات څخه خبرولو كښې ووئيل پاکستان اول څخه په دې موقف ولاړ دے چې د افغانستان مسئلې كوټلې حل د دواړه ډلو ترمينځه د كوټلو خبرو اترو د لارې ممكن دے ۔ مخدوم شاه محمود قریشی ووئيل سيمه كښې امن او استحکام دارومداره افغانستان كښې د امن سره تړلې دې۔افغان امن عمل باوري كولو له د افغانانو ترمينځه خبرو اترو كولو ته اړټيا ده۔افغان قیادت له به د دې موقعې څخه بشپړه ګټه پورته كولو له د افغانانو ترمينځه خبرو اترو كولو له هڅې تندول وي۔ ده ووئيل پاکستان په افغانستان كښې امن سره سره افغان كډوالو زر تر زره عزت سره هيواد ته ستونولو خوښې لري۔دواړه خارجه وزيرانو خپلو كښې په دوه اړخيزه مرسته او د سيمه ايزو رابطو زياتولو پشمول په بيلو چارو د خيالاتو څركندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں