اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم وئيلي دي نړۍ د افغان شخړې حل لپاره د مذاكراتو په اړه زمونږ بيانيه تسليم كړې، بايد په افغانستان كښې د امن په پلو پرمختګ وشي. د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې په افغانستان كښې د امريكې او طالبانو ترمېنځه د سولې د لوظنامې په پاكستان او منطقه د آغېز په اړه د سېنېټر مشتاق احمد په تحريك بحث كښې په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شهزاد وسيم ووئيل پاكستان او افغانستان يو بل سره په ژورو رشتو تړلي دي، د امريكې پشمول ټول هېوادونه په دې متفق دي چې د افغان شخړې حل جنګ نه دے، پاكستان تحريك انصاف چې كله طالبانو سره د مذاكراتو خبره كوله ، په دې به سوالونه كولے شول. ده ووئېل تحريك انصاف به د ډرون بريدونو مخالفت كولو، زمونږ دريځ دا ؤ چې د افغان شخړې يواځنې حل مذاكرات دي، لشكر كشي نه. اوس نړۍ زموڼږ دا بيانيه تسليموي. ده ووئيل بايد په افغانستان كښې د امن پلو پرمختګ وشي