اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي سياسي كرپشن هېواد او د قام سباؤن تباه كړے٬زما د ټول ژوند د هلو ځلو مقصد هېواد څخه كرپشن ختمول دي٬وزيراعظم عمران خان د كرپشن په ضد غږ پورته كړے ځكه ما د هغه ملګرتيا كړی او د هغه سره ملګرتيا پاللو له چمتو يم۔د پانامه كيس پريكړه راغله نو نواز شريف په عدليه بريد وكړو٬اوس هغه د ادارو بدنامولو هڅه كوي كومه چې بدقسمتي ده٬اپوزېشن ګوندونه دې سياست د سياست په توګه او كرپشن په عدالتونو كښې هينډل كړي۔د بدو او بنډل آئي لينډ پھ حقله د بلاول بهټو په بيان خفه شوے يم ٬د آرډيننس جاري كولو څخه وړاندې ما تسلي لرلې جې دا د هاؤسنګ او انډسټريلائزېشن لپاره يو ښه پراجېكټ ثابتېدې شي۔په كراچۍ كښې ټرانسپورټېشن٬سيورېج٬سولډ ويسټ او د اوبو د سپلائۍ څلور لويې مسئلې شته ٬ دومره حكومتونه راغلل خو د كراچۍ مسئلې ختمې نه شوې۔د وزيراعظم عمران خان د اړخه د كراچۍ پرمختګ لپاره پېكج څخه مطمئن يم٬كه ټوله ذمه واري وفاق پورته كړي نو بيا به د صوبائي حكومتونو به څه ذمه واري پاتې شي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپله مركه كښې صدر ووئيل احتجاج د اپوزېشن ګوندونو حق دے٬امن ناكه احتجاج د جمهوريت ښكلا ده۔ده ووئېل د اپوزېشن ګوندونو د تېر كال لانګ مارچ څخه د كشمير كاز ته زيان رسېدلې٬د اپوزېشن د مارچ څخه د كورونا خطر زياتېږي هغوي له مشوره وركوم چې د احتجاج په مهال د ماسك استعمال باوري كړي۔ده ووئيل د ګوادر هوائي مېدان د مينځني آسيائي هېوادونو سره تجارت لپاره مهم دے او دې سره به برآمدات زيات شي۔ده ووئيل هند تر ټولو لويې سپائر دے چې كومه هم مسئله وي هند يې په ترهه ګرۍ كښې شاملوي۔ده ووئېل هند په افغانستان كښې امن نه غواړي٬په افغانستان كښې امن نه يوازې د افغانستان بلكې د پاكستان او سيمې لپاره مهم دے ٬ پاكستان به د ستراتېژېكي حب په ځاې د اكنامك حب په توګه رامخې ته شي۔ده ووئيل د نواز شريف دا وئېل چې زما مقابله د عمران خان سره نه بلكې ادارو سره ده يوه نامناسب خبره ده دا وخت چې د نواز شريف كومه بيانيه ده هغه د هند بيانيه ده۔ده ووئيل د نواز شريف او د نورو لارښودو په ضد د بغاوت مقدمې په حقله وزيراعظم د حېرانتيا څرګندونه كړی وه٬پاكستان يو آزاد هېواد دے څوك ھم د ذاتي تشهير لپاره آېف آئي آر كولې شي۔ډاكټر عارف علوي ووئيل د بدو او بنډل آئي لينډ په حقله د بلاول په بيان خفه شوے يم ٬د جزيرو په اړه په آرډيننس وزيراعظم عمران خان او د قانون وزير فروغ نسيم سره خبره شوې۔فروغ نسيم ته وئېلي شوي چې په آرډيننس كښې د ماحول په حقله ذكر نشته٬د آرډيننس جاري كولو څخه وړاندې مې تسلي كړې وه ٬ ده ووئېل د مينګرو په حقله پوښتنه وشوه نو وئېلي شوي چې پلانټېشن به كولې شي٬دا د هاؤسنګ او انډسټرېزېشن په حقله لويې پراجېكټ ثابتېدې شي٬ګڼ فلېټس جوړیدې شي۔ده ووئيل د آئين له مخې چې د كومې پراپرټي اونر نه وي نو هغه د صوبائي حكومت وي خو د كراچۍ پورټ قاسم اتهارټي د بنډل آئي لينډ آنر دے۔د پورټ قاسم اتهارتي ايكټ وائي چې دا د وفاقي حكومت انډر دے۔ ده ووئېلب د پورټ قاسم نه علاوه كوم بل پلاننګ او ډوېپلمنټ به نه كېږي٬په پورټ كښې كه څه كول وي نو اتهارټي به يې كوي۔صدر ووئيل په تېر وخت كښې په كراچۍ كښې ترهه ګري په عروج وه٬زمونږ په خوا او شا كښې به ډزې كېدې او دړكې به هم وركړے كېدې٬د قلنګ لپاره به تماسونه نيولے كېدل ۔