د صحابه كرام او اهلبېت اطهار په اړه نازيبا كلمات د زغملو وړ نه دي٬كوم مسلك يا فرقې ته به د مذهبي انتشار اجازه ورنه كړې شي۔پير نور الحق قادري

image

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي)د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئېلي دي چې د صحابه كرام او اهلبېت اطهار په اړه نازيبا كلمات د زغملو وړ نه دي٬كوم مسلك يا فرقې ته به د مذهبي انتشار اجازه ورنه كړې شي۔ده دا خبرې د جامعه قاسميا٬جامعه سلفيه او د جامع رضوايه فېصل آباد د دورې په مهال مېډيا سره په خبرو كښې وكړی۔وفاقي وزير ووئيل چې كوم هم مسلك يا فرقې ته به د مذهبي انتشار اجازه ورنه كړی شي د هغه ټولو په ضد به د فرق نه بغېر كاروائي كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل چې د صحابه كرام او اهلبېت اطهار په اړه نازيبا كلمات د زغملې وړ نه دي٬د ذمه وارو په ضد اېف آئي آر درج كړی شوې او دوي به د سزا نه بچ نه شي۔ده ووئيل چې عقيده ختم نبوت او د اسلام نوم سياسي مقاصدو لپاره كارول كېږي۔په حكومت كښې عاشقان رسول او د عقيده ختم نبوت حفاظت كونكي موجود دي

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں