د پاكستان لخوا د آذربائیجان او آرمينیا تر منځ د جنګ بندۍ هرکلی

image

اسلام آباد۔18اکتوبر (اے پی پی) پاکستان د نور بشري بحران نه بچ كېدو لپاره د اذربائیجان او آرمينیا تر منځ د جنګ بندۍ هرکلی کړې۔ د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د اکتوبر په 18 مه نېټھ د سولې خبرو په اړه د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل چې دا اقدام د سولې او ثبات په لور یو مثبت ګام دے۔ مونږ هیله لرو چې د دواړو اړخونو تر منځ چې په كوم غېر انساني حالاتو اتفاق راغلے دے د هغې به احترام كولے شي۔ ویاند ووئیل چې پاکستان د دواړو لورو ترمینځ په تلپاتې سولې باور لري كومه چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو د بشپړه عملدرآمد او آذربائيجان سيمو نه د آرميني پوځ وتلو سره تړلې ده۔ د ملګرو ملتونو د يو شمېر قراردادونو له مخې د ناګورونو – كاراباخ مسئلې حل له روانو هڅو كښې پاكستان آذربائيجاني اولس سره سم ولاړ دے

مضمون کا ماخذ : Raging Rhino
متعلقہ مضامین
مزید خبریں