اسلام آباد 24 ستمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر پھ مشرۍ كښې د توان لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز٬د وزيراعظم خاص مرستيال نديم بابر٬شهزاد قاسم او د ډويژنونو سينئر عهديدارانو ګډون كولو۔د توان لپاره كابينه كمېټۍ د آئي پي پيز سره د خبرو اترو لپاره د كمېټۍ رپورټ جاج واخست۔د كمېټۍ چيئرمېن بابر يعقوب فتح محمد د خپلو نتيجو٬د آئي پي پيز او د دوي سفارشات سره د مفاهمت يادښتونو مهمو نكاتو په اړه كابينه كمېټي خبر كړه۔د توان لپاره كابينه كمېټۍ د مفاهمت بېلا بېلو اړخونو او په دې د عملدرآمد په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وفاقي وزير اسد عمر په اېم او يوز اډانه لوظ نامو ته حتمي شكل وركولو او د عملدرآمد روډ مېپ جوړولو لپاره د توان وفاقي وزير په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړه۔ده ووئيل سي سي او اي به د كمېټۍ د پېشرفت پرله پسې جاج اخلي