اسلام آباد – 25 اکتوبر (اے پی پی) د وفاق المدارس علماﺀ كرامو د فرانس د سپكاوي په چلند څرګند ټكونه كولو سره وئيلي چې دا د سپكاوي چلند به نړۍ ناامنۍ سره د مخ كولو سبب وګرځي۔ د فرانس ضد غلط روايات رامخې ته كوي۔ فرانسيسي اولس دې خپل جاهل واكمنان له انتها خوښۍ منع كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔د اتوار په ورځ په جاري كړې شوي يو بيان كښې د وفاق المدارس العربيه پاكستان لارښودو مولانا ډاکټر عبدالرزاق اسکندر ، مولانا انورالحق او مولانا محمد حنیف جالندهري د سپكاوي خاكو حوالې سره د فرانس په چلند څرګند ټكونه كولو سره ووئيل د سپكاوي هره پېښه ددې خبرې غوښتنه كوي چې د سپېځلې شخصياتو سپكاوي مخنيوي له دې نړيوال قانون جوړ كړے شي او د نورو نړيوالو لوظنامو په ډول دې دا نړيواله لوظنامه داسې لاس ليك كړے شي چې ورسره آزادۍ سره د رائې څرګندونې او سپكاوي ترمينځھ فرق وكړے شي او د سپكاوي لاره ونيولې شي۔ دوئي ووئيل د فرانس ضد به نړۍ ناامنۍ او محاذآرائۍ پلو بوځي۔ هغوي وئيل فرانس په سركاري كچه د ځينې انتهاخوښو ملاتړ كولو سره د غلطو روياتو بنياد كېږي۔ د وفاق المدارس مشرانو د فرانس اولس په نامه خپل پېغام كښې ووئيل چې فرانسيسي اولس دې خپل جاهل واكمنان له انتها خوښۍ منع كولو كښې خپل كردار ترسره كړي