په پاك بحريه كښې شامل كړې شوي جهاز پي اېن اېس تبوك د تركيې د اكساز بند دوره وكړه

image

اسلام آباد 06 دسمبر(اے پي پي) په دې وروستيو كښې په پاك بحريه كښې شامل كړې شوي جهاز پي اېن اېس تبوك د تركيې د اكساز بند دوره وكړه چرته چې د تركيې بحريه د پاك بحريه د جهاز تود هركلې وكړو. د پاك بحريه وياند له مخې د جهاز كمانډنګ آفيسر د اكساز نېول بېس كمانډر سره ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په وظيفه اي چارو او په دوه اړخيزه بحري مرسته زياتولو خبرې وشوې. د تركيې بحريه په منطقه كښې مېري ټائم سېكورټۍ لپاره د پاك بحريه هڅې وستائيلې. پي اېن اېس تبوك د تركيې د بحريه جهاز سره په شريك مشق كښې برخه هم واخسته. د پي اېن اېس تبوك لخوا د تركيې دا دوره د دواړو هېوادونو او په خاص توګه د بحري ځواكونو ترمېنځه د قوي او د ورورولې د اړيكې عكاسي ده.

مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais
متعلقہ مضامین
مزید خبریں