د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د سمارټ اېكسپو آف فيوچر ډوېلپمنټ هولډنګ پرانستې دستورې ته وېنا او مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم لوظ دے چې خلقو ته چت وركول دي، كله چې صنعتونه چلېږي نو د غريب كور روان وي، په عدالت كښې كله هم د ملزم د خواهش له مخې ټرائل نه شي كېدے، په بېنظير انكم سپورټ پروګرام كښې قوم سره خيانت شوے او په دې به قانوني كارروائي كېږي، د اولس په پېسه د شوې ډاكې به حساب اخستلې شي، قانون ټولو لپاره يو شان دے، مونږ ته د دې هڅې كول دي، احتساب د دې قوم او وخت ضرورت دے. هغې دا خبرې د خالي په ورځ د اسلام آباد په پاك چائنه سنټر كښې د سمارټ اېكسپو آف فيوچر ډوېلپمنټ هولډنګ پرانستې دستورې ته د وېنا او مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې. د وزيراعظم خاص مرستيالې د كېپيټل سټي د پرانستې په دستوره انتظاميې ته مباركي وركړه او وې وئيل چې وزيراعظم عمران خان د نړۍ سېلګري د پاكستان په پلو مائل كوي، دا پروژه د اورسيز پاكستانيانو د محبت ثبوت دے. هغې ووئيل چې وزيراعظم اولس سره لوظ كړے چې كاروباري خلقو لپاره به اسانيې پېدا كولې شي، داسې ماحول جوړولو سره د دوي ډاډګېرنه كول دي. هغې ووئيل چې د وزيراعظم لوظ دے چې خلقو ته چت وركول دي، كله چې صنعتونه چلېږي نو د غريب كور روان وي، په عدالت كښې كله هم د ملزم د خواهش له مخې ټرائل نه شي كېدے، په بېنظير انكم سپورټ پروګرام كښې قوم سره خيانت شوے او په دې به قانوني كارروائي كېږي، د اولس په پېسه د شوې ډاكې به حساب اخستلې شي، قانون ټولو لپاره يو شان دے، مونږ ته د دې هڅې كول دي، احتساب د دې قوم او وخت ضرورت دے.

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں