اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) خزانې او محصولات لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر عبد الحفيظ شېخ وئيلي دي حکومتي هلو ځلو څخه معيشت د استحكام په لار روان شوې٬ په معيشت كښې بهترۍ څخه به په راتلوونكو كښې د افراط زر كچه كمولو او په ګرانۍ قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي۔ ده دا خبرې پاکستان كښې د فرانس سفير ډاکټر مارك برېټي سره ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكو اړيكو ودې او پاكستان كښې د فرانس سرمايه كارۍ كښې زياتوالي لپاره په بېلا بېلو تجويزنو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔ ډاکټر عبد الحفيظ شېخ سفير د پاكستان معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې د شوو اصلاحاتو او د دوې په زړه پورې نتيجو څخه خبر كړٶ۔ ده ووئيل حكومت د سماجي څانګې لپاره بېل كړې بجټ دوه چنده كړې ٬ د بې وسه طبقو لپاره په ارزانه بيعه د خوراك څښاك او د ارزان علاج لپاره ګامونه پورته كړې شوي۔ د خزانې سلاحكار ووئيل حكومت هېواد كښې كارباري آسانيو پېدا كولو او د معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې پېداواري صلاحيت زياتولو سره برآمدات زياتولو لپاره هڅې كوي٬ كومې لپاره چې برآمد كوٶنكو