اسلام آباد 17 جنوری (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقی وزیر اعظم سواتی وئيلي دي هېواد كښې د جوړيدونكو ګاډو حفاظتی خصوصیات ښه كولو ته اړتيا ده۔ پاکستان كښې د ریګولیټری فریم ورك نشتوالي په وجه په بيل ماډلز كښې ځينې خصوصیات د نړيوال معیار سره سمې نه خوري ۔ د جمعې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور بهرہ مند تنګی، جهانزیب جمالدینی او نورو غړو د پوښتنو په ځواب ده ووئيل ریګولیټری فریم ورك په اړه اقداماتو له آټو ډویلپمنټ پالیسی ترمخه یو این ای سی ای، ایس ډبلیو پی 29 ریګولیشنز اختیار کړې شوي او کابینې څخه سمری منظور شوې۔ ده ووئيل په دې اړه د خارجه وزارت سره رابطه شوي۔ هيله لرو چې نړيوال یو این ای سی ای، اېس ریګولیشنز اختیارولو سره به د ګاړو حفاظتی معیار د نړيوال حاجتونو تر مخې شي۔ ده ووئيل اېس ډبلیو پی ریګولیشنز به تر مارچ منظور شي