اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او دوهم چيئرمېن سليم مانډوي والا د شكرپړياں سره نزدې د پاك فضائيه الوتكې په پېښه د افسوس څرګندونه كړې۔د شورو په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ څخه جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن په پېښه كښې د شهيد شوي هوا بازۍ ونګ كمانډر نعمان اكرم كورنۍ سره د يو والي څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې د پاكستان تاريخ د شهيدانو د لويو قربانيو څخه ډك دې په كوم چې هېواد او قام وياړ لري۔ده د ونګ كمانډ شهيد نعمان اكرم لوړو درجو او كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔د سېنېټ دوهم چيئرمېن سليم مانډوي والا هم د الوتكې په پیښه كښې د ونګ كمانډر نعمان اكرم په شهادت د هغه كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل چې هېواد او قام په خپلو بهادر ځوانانو وياړ لري۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې شهيد شوي له لوړې درجې او د هغه كورنۍ له صبر وركړي