خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د امريکي د انسټيټيوټ آف پيس صدر نېنسي لِنډبرګ وليدل

image

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د امريکي د انسټيټيوټ آف پيس صدر نېنسي لِنډبرګ د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې ليدلي دي ٬ د ادارې نائب صدر اېنډريو ويلډر هم په دې موقع موجود ٶ۔ د ادارې صدر خارجه وزير ته د ادارې په بېلا بېلو څانګو كښې د تحقيق او هلو ځلو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل دا اداره د كال 1984 راهسې په بېلا بېلو څانګو كښې تحقيق سره تړون لري٬ د تېرو 17 كالو راهسې دا اداره افغانستان كښې د ځائي حكومتونو او د سول سوسائټۍ سره د ريسرچ او پاليسي سازۍ كښې هم كردار لوبوي۔ خارجه وزير پلاوي منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د اقداماتو نه خبر كړو۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د ادارې لخوا په ريسرچ او پاليسي سازۍ كښې شوې اقدامات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په مقبوضه کشمير كښې د هند لخوا په دې وروستيو كښې شويو اقداماتو سره په منطقه كښې د تصادم خطرې زياتې شوې دي

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں