د پارلمان په داخلي لارو دې هم د كرونا وائرس د سكريننګ انتظام وكړې شي ۔ د راجه خرم شهزاد نواز تجويز

image

اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي راجه خرم شهزاد نواز تجويز وركړې چې د كرونا وائرس ځپليو لپاره پولي كلينك او پمز كښې د واډز جوړلو په ځاې دې په اېن آئي اېچ كښې جوړ كړې شي او د پارلمان په داخلي لارو دې هم د كرونا وائرس سكريننګ انتظام وكړې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په كرونا وائرس بحث كښې راجه خرم شهزاد نواز ووئيل د نړۍ زيات هېوادونه د كرونا وائرس ښكار دي٬ پاكستان كښې هم دا وباء خپرېدونكې ده ٬ په اسلام آباد كښې زيات كېسونه رامخې ته كېږي٬د اسلام آباد په دوو لويو روغتونونو د كرونا وائرس ځپليو لپاره پولي كلينك او پمز كښې د واډز جوړلو په ځاې دې په اېن آئي اېچ كښې جوړ كړې شي ځكه چې دلته زيات خلق راځي۔ دې ووئيل په ميډيا دې د كرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره د حفاظتي اقداماتو په ا ړه كمپائن اوچلولې شي۔

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں