د وزيراعظم عمران خان په كنديا كښې د ګرين پاكستان كمپائن له مخې د پسرلي د ونو نال كولو د كمپائن پرانستې دستورې ته وېنا

image

كنديا/اسلام آباد 23 فروری (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ونې كرل د نبي كريم ﴿ص﴾ سنت دے، پاكستان لپاره ونې كرل څومره مهم دي، ځوانان او زمونږ بچي د دې احساس نه لري، په پاكستان كښې مې د ځنګلاتو تباه كېدل په خپلو سترګو ليدلي دي، د كنديا د ځنګل تحفظ د ځائي خلقو ذمه واري ده، د پنجاب وزيراعلٰی دې په ځنګلاتو قبضه كوونكي په زندان كښې واچوي، حكومت په ډېره اسماعيل خان كښې په وېجاړه زمكه چې كله ونې وكرلې نو وېجاړه سيمه د تفريح ځائ جوړ شو، مونږ ته د تعليم، روغتيا او د څښكلو د اوبو نظام بهتر كول دي، د پاتې سيمو پرمختګ زما مشن دے، زما وژن د قائداعظم محمد علي جناح وژن دے، زما مشن پاكستان فلاحي رياست جوړول دي، په تېر وخت كښې لوي كرپټ خلق پرېښودلې شول او وړوكي نيول معمول و خو اوس مې د پنجاب آئي جي ته د لويو ډاكوانو او غلو په ضد كارروائې لپاره وئيلي دي. د اتوار په ورځ په كنديا كښې د ګرين پاكستان كمپائن له مخې د پسرلي د ونو نال كولو د كمپائن پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې نن زه دلته يو خاص مقصد لپاره راغلې يم ځكه چې زمونږ بچو او ځوانانو ته د دې خبرې احساس نشته چې پاكستان لپاره د ونو كرل څومره اهميت لري. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د ټول هېواد په سكولونو كښې د تعليم د يو ډول نظام خواهش لرو. ده ووئيل چې كوم ځنګلات انګرېز پرېښي وو، پكښې كمې راغلې، دا هېواد د دوي نه و خو دوي ځنګلات جوړ كړي. نن افسوس سره وايم چې كوم ځنګلات انګرېز پرېښي وو ، هغه مونږ تباه كړي دي. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د كنديا دا ځنګل هم انګرېز جوړ كړے و او تقريباً په 20 زره اېكړه زمكه ئې ځنګل پرېښې و چې پكښې تقريباً په 10 زره اېكټړه رقبه ونې كرل شوې شوې وې. ده ووئيل چې په ماشومتوب كښې مې په كنديا كښې يو لوي ځنګل ليدلې و او نن هم راته ياد دے خو چې نن مې د چورلكې نه وكتل ونې په نظر رانغلې. په ځنګل كښې ونې نشته يعني ټول ځنګل تباه كړې شوې. ده ووئيل چې په پاكستان كښې اولس ته د ځنګلاتو د اهميت اندازه نشته، ځنګلات مونږ لپاره ډېر ضروري دي. وزيراعظم ځوانانو ته ووئيل چې ځنګلات ستاسو سباٶن لپاره ډېر ضروري دي. وزيراعظم ووئيل چې په سكولونو كښې دې ماشومانو ته وښودل شي چې ونې كرل دې هېواد لپاره څومره اهميت لري. ده ووئيل چې لوي څښتن مونږ ته داسې هېواد راكړې او داسې نعمتونه ئې راكړې دي خو افسوس چې مونږ ئې مننه ونه كړه. ده ووئيل چې په اولس كښې څومره خلقو ته معلومه ده چې لوي څښتن پاكستان ته 12 موسمونه وركړي دي. ده ووئيل چې د نړۍ داسې كوم هېوادونه دي چرته چې 12 موسمونه وي. وزيراعظم ووئيل چې زمونږ په هېواد كښې هر ډول څيز او مېوه پېدا كېدے شي او د دې نه علاوه لوي څښتن چې مونږ ته كوم دريابونه راكړي دي كه مونږ ئې صحيح استعمال كړو نو پاكستان ټولې نړۍ ته غله وركولې شي. وزيراعظم ووئيل چې د نړۍ عظيم ترين انسان حضرت محمد ﴿ص﴾ مونږ ته د ونو كرلو هدايت كړے. ده ووئيل چې مسلمانانو په ټوله نړۍ كښې باغونه او ونې كرلې دي ځكه چې زمونږ د نبي﴿ص﴾ حكم و كوم چې زمونږ بهترې لپاره و. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې زما عمر د پاكستان نه پنځه كال كم دے او ما پخپله ليدلي دي چې په پاكستان كښې مونږ ځنګلات تباه كړي دي. وزيراعظم ووئيل چې په تېر وخت كښې هېواد كنګال او مقروض كړے شوے و خو مونږ په پنجاب كښې 50 لكه كورنيو ته د روغتيا كارډونه وركړي دي. په پنجاب كښې به 60 لكه كسانو ته د روغتيا كارډونه وركوو او په خېبر پښتونخوا كښې به ټولو ته كارډونه وركولې شي. ده ووئيل چې د هېواد غريبانو ته به كفالت كارډ وركولې شي، دوي ته به هره مياشت پېسې وركوو. وزيراعظم ووئيل چې هره مياشت به 80 زره كسانو ته د سود نه بغېر قرض وركوو. په يو كال كښې به 50 زره ځوانانو ته تعليمي سكالرشپس وركولې شي. د كليوالو سيمو مېرمنو ته به غواګانې، مېښې او چرګې وركولې شي چې دغسې دوي خپل آمدن زيات كړے شي. ده ووئيل چې د پاكستان د وروستو پاتې سيمو پرمختګ سره به يو فلاحي رياست جوړ شي.

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں