د وزيرِ اعظم عمران خان غونډې ته وېنا

image
APP43-18 ISLAMABAD: March 18 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting on Drug Regulatory Authority of Pakistan. APP

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) وزيرِ اعظم عمران خان وئيلي دي حكومت د ضروري داروګانو په هېواد كښې په آسانۍ سره او په مناسبه بيعه اولس ته رسولو لپاره هڅې كوٶ٬ ډرګ رېګوليټري اتھارټۍ دې په بشپړه توګه د فعاله كولو هڅې ګړندې كړې شي٬ افرادي قوت دې په ترجيحي بنيادونه ترسره كړې شي۔ دا خبرې وزيراعظم د شورو په ورځ خپله مشرۍ كښې د داروګانو ترسره كېدو او د مناسبې بعيې په اړه د ډرګ ريګوليټري اتھارټۍ د ذمه وارو او د ادارې د كاركردګۍ په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د قامي صحت خاص مرستيال ډاکټر ظفر الله مرزا، اټارني جنرل خالد جاوېد خان، د نېشنل هېلت سروسز اېنډ ريګولېشنز سېكتر، ډرېپ سي سي او عاصم رؤف او نور لوړ پورو ګډون وكړو ۔ وزيراعظم ته په هېواد كښې د ضروري داروګانو ترسره كېدو او د دې بيعې تعين په معاملو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د ډرګ رېګوليټري اتھارټي آف پاکستان (ډرېپ ) کارکردګي، د ادارې فعاليت او د كرپشن او نورو بدعنوانيو نه د پاكولو په اړه هم په هلو ځلو تفصيلي خبرې وشوې۔ غونډې ته خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د حکومت وړمبۍ ترجيح اولس دے٬ د داروګانو په مناسبه بيعه وركولو كښې د ډرېپ كردار مركزي دے٬ د ادارې افرادي قوت دې په ترجيحي بنيادونه بشپړ كړې شي ٬ ٬ د پي اېم ډي پپ اړه د عدالتي پرېكړې له مخئ دې ټول ضروري اقدامات په ترجيحي بنيادونو بشپړ كړې شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د پاليسۍ جوړوٶنكو او په پاليسو د عملدرآمد څانګې جلا لپاره لپاره دې ټول ضروري اقدامات وكړئ شي۔ په غونډه كښې د پاكستان ميډيكل اېنډ ډېنټل كونسل په معاملو هم غور اوشو۔ وزيراعظم امر وكړو په دې لړ كښې دې د عدالتي پرېكړې له مخې ټول ضروري اقدامات په ترجيحي بنيادونو بشپړ كړې شي دغسې چې ډاكټران او دې څانګې سره تړون لرونكي نورو ستونزو سره مخ نه شي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں