سيالکوټ 12 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان كښې حالات ښه كېږي او نن نړۍ دلته سرمايه كارۍ كول غواړي ٬ مونږ له به خپله هم دې لپاره تياري كول وي٬ د صنعتونو ودې لپاره به د ځوانانو صلاحيتونو څخه استفاده كول دي٬ كامياب ځوان پروګرام به د خپلې سپېځلتيا او افاديت په توګه په دې لړ كښې ګټور ورګرځي۔ دا مهال هېواد كښې د عمران خان غوندې ديانتدار وزيراعظم او لارښود شته ٬ دا د ازموئنې دور دے خو د دې باوجود حكومت اولس ته آسانۍ وركولو لپاره د يوټېلټي سټورز د لارې د لس اربه روپو پېكج وركړې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په سيالکوټ كښې د كامياب ځوان پروګرام له مخې د چېك تقسيمولو دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په كامياب ځوان پروګرام كښې سپېځلتيا د ستائنه وړ ده٬ په پروګرام كښې د سفارش نه غېر قرض وركړې كېږي٬ دا پروګرام د مېرټ٬ او د مقابلې فضا جوړولو او د ښې كاركردګۍ ښودلو موقع وركوي۔ ده ووئيل پاكستان صلاحيت لرونكې افرادي قوت لري٬ ځوانانو ته تعليم او هنر وركول زمونږ ذمه واري ده۔ ده ووئېل د صنعتونو ودې لپاره به د ځوانانو صلاحيتونو څخه استفاده كول وي او په دې لړ كښې نوي كول د جديد دور تقاضو سره همكاره كول دي۔ ده ووئيل نړۍ كښې وړومبې صنعتي انقلاب د رېلوے انجن څخه راغلې٬ دوېم انقلاب برېښنا څخه راغلې او د دې نه پس كارخانو او په پراخه كچه د پېداوار وسيع نظام پېل شوې ۔ اولس مشر ووئېل درېم انقلاب د كمپيوټر او انفارمېشن ټېكنالوجۍ ٶ چې پېل ئې د 70 لسيزې كښې شوې چې پكښې مونږ وروستو پاتې يو۔ اولس مشر ووئيل د انټرنېټ له امله جديد علومو ته رسنه آسانه شوې او ځوانان دې جديد علومو ترلاسه كولو لپاره د انټرنېټ او ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړي۔ دا مهال څلورم انقلاب د مصنوعي ذهانت او د كلاٶډ كمپيوټنګ په صورت كښې رامخئ ته كېږي او مونږ له د دې انقلاب برخه جوړېدل دي٬ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل د ترهګرۍ په ضد په كامياب جنګ د پاكستان امنيتي ځواكونه د ستائنې مستحق دي٬ د امنيتي ځواكونو د قربانيو په سوب د هېواد امن او رڼاګانې بحال شوي او مونږ له به د خپل قام د حوصلو ماتولو په ځائ دوي له باوري وركول وي ځكه چې په ماتو حوصلو يو قام پرمختګ نشي كولې۔ ده ووئيل هند په پاكستان د بريد هڅه وكړه خو پاتې راغلو٬ هندي ټولنې په جنګي جنون كښې د اخته كېدو ثبوت وركړې٬ د پاكستان حكومت٬ ميډيا او ټولنې د امن خبره كړې۔ده ووئيل د مودي حكومت په هند كښې د اقليتونو او هندوانو ترمېنځه منافرت لپاره پرچار پېل كړې او دې سره به هند ته زيات زيان ورسيږي ۔ ده ووئيل د قائد اغظم خپل فرمان په اتحاد٬ ايمان او تنظيم زور رواوړې ٶ٬ مونږ له به د هيواد پرمختګ لپاره په دې عمل كول وي۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان مېړني قام په بهادرۍ د ازمېښتونو مقابله كړې ۔ ده ووئيل بايد ميډيا او سوشل ميډيا د احتياط څرګندونه وكړي٬ د بې بنسټه خبرونو د لارې اړې ګړې وده مومي۔ په دې موقع اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرسيتالي ډاكټر فردوس عاشق اعوان او د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار هم دستورې ته وېنا وكړه۔