د آزاد جموں وكشمير مسعود خان وېډيو پېغام

image

اسلام آباد ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د آزاد جموں و کشمیر اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي د چين او نورو ملګرو هېوادونو په مرسته به د كورونا وائرس په وباﺀ ډېر زر قابو اومومو ولې دې لپاره ضروري ده چې اولس حكومت او قانون نافذ كوؤنكو ادارو سره مرسته وكړي او د طبيبانو او طب پوهانو په هدايات سختۍ سره عمل وكړي۔ د ګل په ورځ خپل يو وېډيو پېغام كښې د آزاد كشمير اولس مشر ووئيل چين د كورونا وائرس رامخې ته شوي صورتحال مقابلې له د پاكستان بشپړه مرسته كوي په كومه چې مونږ د چين حكومت او اولس مننه كوؤ۔ ده ووئيل مونږ بار بار اولس ته په كور كښې د پاتې كېدو او د احتياطي تدبيرونو خپلولو تلقين ځكه كوؤ چې هم دا د دې وبا څخه د وتلو يوازنۍ لاره ده او په دې كښې زمونږ بچ پاتې كېدل او ښېګړه ده۔ ده ووئيل نن ټولې نړۍ ته د پنځه وخته لمونځ ٬ اودس او غسل اهميت په ډاګه كېږي۔ ده ووئيل د كورونا وائرس ختمولو له زمونږ اسلامي ژوند او د طبي پوهانو رائې غوره تګلاره وضعه كوي۔ ده ووئيل مونږ د علماﺀ ٬ مشائخو او اسلامي نظرياتي كونسل (آزاد كشمير) مننه كوو چې بېلو مسلكونو سره مشاورت كولو څخه وروستو ئې د كورونا وائرس ختمولو له د شرح په رڼا كښې د اولس لارښودنه وكړه۔ ده ووئيل زكواة مستحقينو ته وخت څخه وړاندې هم وركولې كېدې شي او بايد وركړې شي ولې چې دا مهال د بې وزلو حاجت ترسره كول زيات ضروري دے۔ جوماتونه دې پرانستې وي ولې د دې موذي مرض خپرېدو مخنيوي له دې د لمونځ كوؤنكو شمېره مختصر كړې شي۔ ده ووئيل د مسلمان په حېث دا زمونږ فرض دي چې د طبيبانو او علماﺀ كرامو په هدايت عمل كولو سره قيمتي ځانونه بچ كړو۔ ده دعا وكړه چې لوئې څښتن دې مونږ په خپل حفظ او امان كښې اوساتي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں