لاهور 08 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي حکومت ټول قام او ادارې د كرونا وباء مخ نيوي لپاره په جنګي بنيادونو هڅې كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پنجاب په سول سېكټرېټ هال كښئ “کووډ – 19 مخنيوي ٬ تخفيف او كنټرول” په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړو۔ په غونډه كښې د پنجاب وزير اعلې سردار عثمان بزدار، ګورنر چوهدري محمد سرور، صوبائي وزيرانو او نورو لوړ پورو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د كرونا وباء پحقله د صورتحال جاج واخستې شو۔ په دې موقع د پنجاب سېكتر غونډې ته بريفنګ وركړو او د دې وباء مخنيوي لپاره ئې د حكومتي اقداماتو نه غونډه خبر كړه۔ د صحت صوبائي وزيرې ډاکټر ياسمين راشد صدر ته د رنځورانو د درملنې چارو په اړه بريفنګ وركړٶ او ټوله صوبه كښې د قرنطينه مركزونو او د سهوليات په اړه ئې صدر خبر كړو۔ د بريفنګ په مهال صوبائي وزيرې ووئيل روغتونونو كښې درملنې لپاره هر ډول ممكنه اقدامات باوري كړې شوي٬ د ډاکټرانو او طبي عملې تحفظ لپاره هم اقدامات شوي۔ د پنجا ب چيف سېكټرې غونډې ته ووئيل د وباء خپرېدو لاره نيولو لپاره د سفر په هدايات عملدرآمد روان دے او ګرده صوبه كښې تګ راتګ محدود كولو له ښه انتظامات شوي۔ صدر عارف علوي ووئيل د کرونا وائرس رنحورانو ته دې لا د درملنئ غوره آسانۍ وركړې شي ، شكمنو رانځورانو له دې هم په آئسولېشن مرکزونو كښې د اعلٰې معيار سهوليات باوري كړې شي۔ په دې صدر د كرونا وائرس مخنيوي لپاره د پنجاب حكومت د هلو ځلو ستائنه هم وكړه۔ ده ووئيل د وائرس له امله د اولس آمدن ضروري ځپلې شوې ۔ اولس مشر اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې د صنعتونو مالكان دې د حكومتي اېس او پيز پابند كړې شي دغسې چې خپل لېبر د كرونا وائرس څخه بچ كړې شي ، صنعتي لېبر ته دې شناختي كارډ هم جاري كړي شي چې د دفعه 144 په مهال د كور او كارخانې ترمينځه ستونزو سره مخ نه شي۔ صدر ووئيل پنجاب كښې د متعدي رنځونو مخنيوي لپاره كنټرول آرډیننس 2020 جاري كړې شوې او دې لپاره بايد وړآندېني ټول قوانين ارډيننس كښې ضم كړې شي۔ صوبائي وزيرې ډاکټر یاسمین راشد د وینټیلیټرز سره سره د هائيډرو اېكسكلوروكين د غوښتنې په ځواب صدر ووئيل د سائنس او ټېكنالوجۍ او يو څو نورو ِځائي ادارو هم وېنټي لېټرز جوړ كړي كوم چې د چانچ پړتال عمل نه تېرېږي او د منظورۍ نه پس به ئې وركول باوري كولې شي٬ د هائیډرو ایکسکلوروکین لپاره تركيه سره رابطه شوې چې څنګه پاكستان ته راورسي پنجاب ته به هم وركړې شي۔