اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقی وزیر پیر نور الحق قادری وئيلي دي د ټول هيواد جید علماء كرامو او مشائخو وزیراعظم له د هرممكنه مرستې باور وركړې، حكومت د علماء كرامو په مشاورت د راروانې جمعې ورځ د رحمت ورځې په توګه د لمانځلو پريكړه كړې ۔ وزیراعظم د اړخه علماء كرامو او مشائخ عظام ته ووئيل شول په 20 نكاتی متفقه تګلار دې به سختۍ سره عمل درآمد وكړې شي۔د ګل په ورځ د وزیراعظم عمران خان سره د علماء كرام او مشائخو ملاقات نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال ده ووئيل علماء كرامو په دې صورتحال كښې مهم كردار ترسره كړے دې لپاره مونږ د علماء كرامو سره په تماس كښې يو۔ وزیراعظم د علماء كرامو سره د ملاقات خوښي لرله او علماء كرامو هم د وزیراعظم سره د ملاقات خواهش لرلو۔ ده ووئيل جید علماء كرام او مشائخ عظام وزیراعظم له د هرممكنه مرستې باور وركړې۔ وزیراعظم هم علماﺀ كرامو ته ووئيل د كورونا وائرس وباﺀ په صورتحال كښې د جوماتو پرانستلو حكومت يوه سخته پريكړه كړې۔وزیراعظم علماء كرامو ته ووئيل په 20 نكاتی تګلاره دې په سختۍ سره عملدرآمد باوري كړې شي دغسې چې په دې صورتحال كښې علماء او په جوماتونو كومه خبره رانشي۔ ده ووئېل راروانه جمعه به د رحمت ورحې په توګه لمانځلې شي ۔ ده ووئيل په دې صورتحال كښې بايد د لوے څښتن پلو رجوع وكړې شي۔ده ووئيل علماء كرامو وزیراعظم ته خواست كړې چې د قرآن پاك اشاعت ادارو پرانستلو له دې هم نرمه پالیسي اختیار كولو له اقدامات وكړې شي۔ وزیراعظم علماء كرامو له باور وركړې چې په دې اړھ به خاص ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل علماء كرامو وزیراعظم ته دا هم خواست كړے چې څنګه دنیاوی تعلیم د ټی وی د لارې اولس ته رسي دغسې دې د قرآن حكیم تعلیم هم آن لائن كړې شي ، وزیراعظم په دې اړه د علماء كرامو له د مرستې باور وركړې۔وفاقې وزير ووئېل وزیراعظم عمران خان علماء كرامو ته خواست كړے چې كورونا وائرس وباء څخه خلاصي لپاره دې خاص دعاګانې اوغوښتلې شي