د خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا نیشنل كمانډ اینډ كنټرول سینټر كښې میډیا ته بریفنګ

image

اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي سفارتكارو په كورونا قابو موندلو لپاره حكومتی اقدامات ستائلې دي ، صدر ډاكټر عارف علوي او علما كرام د جوماتونو پرانستلو په حقله په 20 نكات اتفاق لري ، وزیراعظم هم د علماﺀ كرامو سره ملاقات كړے۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نیشنل كمانډ اینډ كنټرول سینټر كښې ميډيا ته بریفنګ په مهال وكړه۔ ده ووئيل كمانډ اینډ آپریشن سینټر كښې غير ملكې سفارتكارو سره ملاقات شوے ،غیر ملكی سفارتكارو له د كورونا په صورتحال بریفنګ وركړې شوے ، سفارتكارو د اړخه د حكومت د كورونا لپاره هڅې ستائلې شوي ۔ ظفر مرزا ووئيل په روغتونونو كښې د او پی ډیز بنديدو په وجه وګړي متاثره شوي ،مونږ له به سباؤن كښې د روغتيا څانګې ته پام لرنه كول وي۔نن د وزیر اعظم د پاكستان نوموړو علماء كرامو سره تفصيلي خبرې شوي او د علماء كرامو د دې نه وړندې د صدر سره ملاقات شوے په كوم كښې چې شرائط ترسره شوي وؤ۔ده ووئيل جوماتونه به پرانستلې شي خو د يوې خاص تګلارې ترمخه به مونځ كوونكې مونځ لپاره جومات ته راځي،علماء كرامو سره ملاقات كښې 20 نكاتی معاملات ترسره شوي۔ ده ووئېل علماء كرامو دا ذمه واري اخستي چې د اېس او پیز اطلاق به وكړي ، كه دې نه پس مونږ ته معلومه شوه نو مناسب اقدامات به كولې شي۔ ده ووئيل نړۍ كښې تر اوسه 24 لكه كسان ځپلې شوي دغسې د مړو شميره يو لكه 65 ززره ته رسيدلې او تر اوسه 6 لكه 33 زره كسان ښه شوي۔ده ووئيل پاكستان كښې تر اوسه د 1 لكه 4 زره 302 كسانو د كرونا ټيسټ شوې، تيرو 24 ساعتو كښې 4178 ټیسټونه شوي ،425 نوې رنځوران رامخې ته شوي۔ده ووئېل دا مهال مجموعي شميره 8418 ته رسيدلې۔ ده ووئيل پاكستان كښې اوس كيسونه زياتره په ځائې توګه خپريږي،يو سټيج ؤ چې په پاكستان كښې ټول كيسونه بهر څخه راغلې وؤ۔ ظفر مرزا ووئيل دا مهال 65 فیصده كيسونه په ځائې توګه رامخې ته شوي، هيواد كښې تر اوسه 176 كسان مړه شوې او د تيرو 24 ساعتو په مهال 17 كسان مړه شوي۔ ده ووئيل تر اوسه په مجموعي مرګونو كښې د 3 رجحان رامخې ته شوې ،176 كسانو كښې 74 فیصده نارينه دي كومو كښې چې 82 فیصده د 50 كاله څخه زيات عمره دي۔په نړيواله كچه د كورونا له امله د ښه شوو كسانو شرح 26 فیصده ده۔ ډاكټرظفر مرزا ووئيل د كورونا له امله مړو شوو كسانو كښې 83 فیصده وړاندې څخه هم نور ناروغه وؤ

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں