د وزيراعظم عمران خان د اوبو د قامي تحفظ پاليسۍ او د بندونو جوړولو پحقله غٶنډه كښې څرګندونې

image
APP61-11 ISLAMABAD: May 11 - Prime Minister Imran Khan chairs briefing on National Water Security Strategy. APP

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د اوبو تحفظ باوري كولو ته اوسنې حكومت پاملرنه كوي، بندونو جوړولو سره به زرعي ضرورت لپاره اوبه ترلاسه كېدو سره سره ارزانه برېښنا جژرولو له مرسته تر لاسه شي۔ د يامر بهاشا بند جوړولو كار دې په سمدستي توګه پېل كړې شي، په تعميراتي كار كښې دې ځائي سامان او افرادي قوت ته ترجيح وركړې شي، دې سره به اولس ته د روزګار زياتې موقعې ترلاسه شي او د تعميراتي څانګې سره به نور صنعتونه وده ومومي٬ د سندھ بېراج جوړولو سره به زرعي ضرورتونه ترسره شي٬ بايد د تعميراتي کار معيار او په وخت بشپړېدل باوري كړې شي۔ وزيراعظم عمران خان د دې خيالاتو څرګندونه د اوبو د قامي تحفظ پاليسۍ او د بندونو جوړولو پحقله د غٶنډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د آبي وسائلو وفاقي وزير فېصل واوډا، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز، د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور، د اطلاعات او خپرونو مرستيال عاصم سليم باجوہ، د واپډا چيئرمېن ليفټيننټ جنرل (ر) مزمل حسېن او نورو لوړ پورو ګدون وكړٶ۔ وزيراعظم د ديامر بهاشا په لړ كښې د ټولو زير التواء چارو د پېشرفت په اړه په تفصيلي توګه خبر كړې شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول ستاسو د امر له مخې آبادكارۍ او د مالياتي وسائلو وركولو لپاره د تفصيلي روډ مېپ پشمول ټولې مسئلې حل كړې شوي او د منصوبې عملي كار پېل كولو ته انتظار دے۔ په غونډه كښې ووئيل شول ديامر بهاشا بند د بېلا بېلو وجوهاتو په سوب د څو لسيزو راهسې د التواء ښكار دے، د ديامر بھاشا بند جوړېدو سره به د روزګار 16 زره 500 موقعې راپېدا شي او د سيمنټ او سټيل لويه كچه به هم وكارولې شي چې ورسره به زمونږ صنعتونه هم وده وكړي ۔ د دې منصوبې لوي مقصد اوبه ذخيره كول او 4500 مېګاٶاټ ارزانه برېښنا پېدا كول دي دغسې 64 لکھ ايکړه فټه اوبه به په بند كښې ذخيره كېږي او په هېواد كښې د اوبو موجوده كمے به د 12 مېليونه اېكړ فټه څخه 6.1 مېليوه اېكړه فټ ته راشي ۔دا هم وزيراعظم ته ووئېل شول دې بند سره به د تربېلا بند ژوند 35 كاله زيات شي او دغسې 12 لکه 20 زره اېكړا زمكه به هم د اوبه خور شي۔ غونډې ته ووئيل شول د بند منصوبې د برخې په توګه د سيمې سماجي پرمختګ لپاره به 78 اربه 50 کروړه روپۍ خرڅ كولې شي او دا بند به د سېلاب مخ نيوي لپاره هم مرستياله وګرځي او هر كال د سېلاب له امله د اربونو زيان څخه به هم د خلاصي سبب شي۔ وزيراعظم تر اوسه په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره د بند د جوړولو هلو ځلو په سمدستي توګه د پېل كولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د بند جوړېدو سره به معيشت ته ګټه ورسي۔ په دې موقع د واپډ چيئرمېن په دې ورستيو كښې د پېل كري مومند بند د تعميراتي كار د پېشرفت ته هم وزيراعظم خبر كړو۔ وزيراعظم د مومند بند د كار په رفتار د اطمينان څړګندونه وكړه۔ وزيراعظم د داسو بند منصوبې پحقله د زېر التواء معاملو نه هم خبر كړې شو۔ وزيراعظم په دې لړ كښې تر اوسه په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او امر ئې وكړو چې د داسو غوندې په مهمې منصوبې زر تر زره پېل كړئ۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د بلوچستان جھل مګسي ضلع كښې نولانګ بند لپاره د فنډز انتظام شوے او په دې بند به كار راتلونكې كال پېل شي۔ وزيراعظم ووئيل په سندھ بېراج كال پېل كول د حكومت ترجيح ده، د سندھ بېراج سره به صوبې ته د زرعي حاجتونو ترسره كولو له مرسته ترلاسه شي۔دغسې وزيراعظم د كار په معيار د نظر ساتلو او د منصوبو په وخت بشپړېدو هم زور رواړو۔

مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں