د قحطي ملخانو په ضد په تېرو 24 ساعتو كښې په 8 زره اېكټره زمكه سپرے وكړې شوه ، د اېن ډي اېم اے وياند

image

اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) هېواد كښې د قحطي ملخانو په ضد آپرېشن كښې ځپليو سيمو كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 8 زره اېكټره څخه په زياته زمكه سپرے وكړې شوه۔ د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی وياند له مخې ګرد هېواد كښې 54 ضلعې د قحطي ملخانو بريد څخه ځپلې شوي كومو كښې چې د بلوچستان 28، د خېبرپختونخوا 10، د پنجاب 11 او د سندھ 5 ضلعې شاملې دي۔ په ځپليو سيمو كښې د سروے او سپرے آپرېشن روان دے۔ د وياند له مخې بلوچستان كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د 125 زره هېكټره زمكې سروے او په 5 زره 100 اېكړه زمكه سپرے وكړې شوه۔ پنجاب كښې د 87 زره هېکټره سروے او په 19 سو اېكړه سپرے شوې ۔دغسې خېبرپختونخوا كښې نزدې د 65 زره هېكټره سروے او د 700 هېکټره زمكې ټریټمنټ وشو۔ په سندھ كښې تېره ورځ د 83 زره هېكټره زمكې سروے او د 531 هېكټره رقبې ټريټمنټ شوے دے ۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں