پاكستان منطقه كښې امن او استحكام له خوښي لري، د هند انتها خوښو پالیسیو سره د ټولې سيمې امن ته خطر پیښ دے، خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی

image

اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي پاكستان منطقه كښې امن او استحكام لپاره خوښې لري، د هند د انتها خوښې پالیسیو سره د ټولې سيمې ته خطر پیښ دے، بايد نړيواله ورورولي د دې نوټس واخلي۔ ده د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې د قامی سلامتیا په اړه د اعلیٰ پائې غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې د وزیر اعظم د قامی سلامتیا خاص مرستيال ډاكټر معید یوسف، خارجه سيكرټري سهیل محمود او اعلی عسكری چارواكو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال قامی سلامتیا، سيمه ايز استحكام او د سيمې په صورتحال تفصیلی مشاوت وكړے شو۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان سيمه كښې امن او استحكام لپاره خوښې لري۔د هند د اړخه په لائن آف كنټرول پرله پسې خلاف ورزی او شهری آبادی په نښه كول د نړيوال قوانین او بنیادی انسانی حقونو خلاف ورزی ده۔ شاه محمود قریشی ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر ، د سیكورټی كونسل صدر او او آئی سی عمومي سيكتر هم د هند د ناوړه عزائمو څخه خبر شوي ۔ هند د خپل هندوتوا پالیسیو له امله د ټولې سيمې امن ته زيان رسوي بايد نړيواله ورورولي د دې نوټس واخلي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں