اسلام آباد 18 جون (اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان وئيلي دي د هيواد تعلیمی نظام كښې طبقاتی تفریق ختمولو ته حکومت پام لرنه كوي، يو ډول تعلیمې نصاب مرتب کول او هيواد كښې د هغې د نفاذ هڅې دې ګړندۍ كړې شي، مدرسې مرکزی چوكاټ كښې راوستلو او په خاص توګه مدرسو كښې زدكړې ترلاسه كوونكو ماشومانو له جدید علوم وركولو او هغوي هنرمنده جوړولو په اړه مدرسو سره د ترسره شوې تګلاره عملدرآمد له دې هم هڅې تندي كړې شي، د کورونا صورتحال ترمخه ټول صوبائی وزيران دې د تعلیم وفاقې وزارت په مشاوت د تعلیمی او تدریسی عمل په لړ كښې د سباؤن تګلارې له شريكه حکمت عملی جوړه كړي، موجوده حالاتو كښې د تعلیمی ادارو مالی ستونزي او د مور او پلار فیسونو په اړه تحفظات لرې په حقله دې هم تګلاره جوړه كړې شي۔ وزیرِاعظم عمران خان دا سپارښتنې د تعلیم په نظام كښې د اصلاحاتو په اړه پیشرفت او د کورونا صورتحال به تناظر كښې د تعلیم په حقله حکومتی ایجنډه مخ په وړاندې بوتللو په اړه د جاج اخستو غونډې په مهال وكړه۔ په غونډه كښې وفاقی وزیر شفقت محمود، وفاقی وزیرِ سېنېټر شبلی فراز، خاص مرستيال لیفټیننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوه، د پنجاب صوبائی وزیر راجه یاسر همایوں ، د هائر ایجوکیشن کمیشن چیئرمین طارق بنوری او سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ وزیرِاعظم عمران خان ته يو ډول تعليمې نصاب ، مدرسو كښې اصلاحات، هنرمند پاکستان او هائر ایجوکیشن كښې د اصلاحاتو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ وزیرِاعظم ته ووئيل شول د وړومبي كلاس نه تر 5م متفقه نصاب جوړ شوے كوم به چې اپریل 2021ء كښې نافذ کړے شي۔ دې نه ځانله 6م كلاس نه تر 8م كلاس نصاب مرتب کولو له اړوند سټیك هولډرز سره مشاوت روان دے۔ د کورونا په وجه تدریسی ادارې بندې دي خو سره د دې نظام تعلیم روان ساتلو له بيل اقدامات لكهً ټیلی سکولنګ وغیره بریفنګ اغستو كښې وزیرِاعظم ته ووئيل شول 70 نه تر 80 لکهه زدكوونكو له دغه آسانۍ وركړې كيږي۔ دې سره سره ای ۔ تعلیم پورټل به هم جاري كولے شي۔ وزیرِاعظم سپارښتنه وكړه چې فاصلاتی تعلیم او په خاص توګه موجوده حالاتو كښې بيلو ذريعو څخه تدریسی عمل ته آسانه رسانه باوري كړې شي او په دې لړ كښې دې ټول وسائل وكارولې شي۔ په غونډه كښې د نړيوالو ادارو په معاونت سره هيواد كښې نظام تعلیم ښه كولو له د بيلو اقداماتو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو