اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاکټر شيريں مزاري په ”شخړو كښې د جنسي تېرو خاتمې نړيوالې ورځ”په موقع خپل بيان كښې وئيلي دي د نړۍ حكومتونه په ټولنه كښې د جنسې تشدد جرم خاتمې لپاره هڅې كوي او زمونږ حكومت هم، خو د هند قابض حكومت په مقبوضه کشمير كښې پرله پسې جنسي تشدد كوي۔ شيريں مزاري ووئيل نن په شخرو كښې د جنسي تېرو د خاتمې نړيواله ورځ ده او هند جنسي تېرې په مقبوضه کشمير كښې د جنګي وسلې په توګه استعمالوي كوم چې د غندنې وړ اقدام دے۔ دې ووېيل د فرورۍ 23مه نيټه كال 1991 شرم ناكه پېښه د دې يو زړه لړزونكے مثال دے كله چې هندي پوځ په کونان او پوش پوره كليو كښې اجتماعي زياتۍ كړې وې كومې چې اوس هم په نړيواله كچه ډاکومنټډ دي۔ دې ووئيل مودي سركار چې د هندوتوا نظريې بر لاسے غواړي ھغوي هم په مقبوضه کشمير كښې جنسي تشدد جاري ساتلے۔