پېنډۍ ۔10اکتوبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي مونږ به د آئين او قانون تر لارښوونې لاندې د ټاكلي حکومت ملاتړ ته دوام ورکړو ، د ټولو كاميابو او ننګونو سره هرکله چې هیواد او ملت مونږ ته اړتیا درلوده ، مونږ د غوره نتيجو لپاره ځانونه وړاندې کړل ، پاك پوځ نه یوازې ترهګرۍ ته ماتې ورکړه بلکه د تېر كال فرورۍ مياشت كښې ئې د خپل ځان نه 5 چنده لوی دښمن ته ماتې ورکړه. که د ترهګرۍ سره مبارزه وي یا د کوډ په ضد ستراتیژي وي ، د ملخانو په ضد غبرګون وي یا سیلابي وضعیت وي ، مونږ د یو ملت په توګه خپله وړتیاوې او اهليت ثابت كړے دے۔ پاك پوځ په دې ټولو قامي هڅو كښې په شاملېدو وياړ لري ولې چې قام ټول عمري زمونږ ملاتړ كړے دے او په خاص توګه كله چې مونږ د هېواد د دښمنانو په ضد جنګ كولو۔ مونږ سولې لپاره دروند قیمت ادا کړې او د سولې ساتلو لپاره به د دې ساتنه د وینې سره باوري كوو۔ سوله یو مهم پړاؤ دے خو منزل نه. هغه ووئیل د هائبرډ وار مقصد پاكستان كښې د هيلې فضا ته زيان رسول دي او هغې مفروضې ته وده وركول دي چې دلته څه هم ښه كېدې نه شي۔ ده د خالي په ورځ پاسكتان ملټري اېكډمي كښې پاسنګ آؤټ پرېډ دستورې ته خطاب كولو۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه خپل خطاب كښې ووئيل چې زه تاسو ته د ژوند په دې يادګاره ورځ مباركي دركوم۔ په خاص توګه د ملګرو هېوادونو پاس آؤټ كېدونكو كېډټس ته كومو چې خواري كولو سره ټرېننګ ترسره كړو۔ ده وئيل پاك پوځ زمونږ د وياړ اولس يوه ښكلې او حقيقي عكاسي ده۔ نن تاسو پاس آؤټ كېږۍ نو ياد وساتۍ ددې عظيم قوم او د پاك پوځ د ټولو پخوانو او راتلونكو هر ډول حالاتو ذمه واري په تاسو ده۔ ده ووئيل پاكستان كښې څوك هم د كوم بل چا د كړو ځواب وركوؤنكے نه دے۔ زه دا خپل درناوې ګڼم چې مونږ د قام په وړاندې د يو باور وړ او ځواب وركوونكے ادارې په توګه حاضر پاتې كېږو۔ د پاك پوځ سرلښكر ووئيل د نړۍ د ډېرو هېوادونو په ډول پاكستان جنګونو ٬ ترهګرۍ او معاشي ستونزو سره مخ پاتے شو۔ د نړۍ ډېرو هېوادونو ددې مقابله ونكړې شوه او تس نس شول۔ پاكستان ددې ټولو سازشونو او ستونزو په نره مقابله وكړه۔ اوس وخت دے چې مونږ ټول صلاحيتونه كارولو سره پاكستان د خوشحالۍ و پرمختګ په لاره روان كړو۔ ده ووئيل پاكستاني قام ټول عمري چېلنجز كاميابو كښې بدل كړي دي او كه لوئے څښتن ته منظور وي اوس به هم دغسې كوي۔ ده ووئيل نن پاكستان دفاعي حوالې سره يو مضبوط هېواد دے۔ مونږ ته چې د كوم كار لپاره ذمه واري وسپارلې شي مونږ به د آئين او قانون په لارښوونه كښې د ټاكلي حكومت مرسته روانه ساتؤ۔ د يو قام په حېث مونږ ثابت كړې چې مونږ د خپلو ذاتي او آرګنائزیشن چارو نه لرې لوئې كارونه كولې شؤ۔ زما دعا ده چې پاكستان دې يو خوشحاله ٬ مستحكم مقام ته ورسي۔ ده ووئيل راځۍ پاكستان او قامي ګټې په ټولو معاملو كښې زمونږ لارښودنه كوي۔ ده يو وارې د پاكستان يو خوشحال او مستحكم مقام ته د رسېدو دعا وكړه يو داسې پاكستان چرته جې يوازې مسلمانان نه بلكې اقليتونه هم د رياست خپل حقيقي تصور وويني