اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي د شهباز شريف د ګرفتارۍ يو سبب پھ غېر قانوني اثاثو كيس كښې د عدالت نه مطمئن كول دي٬نوازشريف هم دغسې پھ غېر قانوني اثاثو كيس كښې عدالت نه ؤ مطمئن كړے٬پخوا د صحت په بنياد نواز شريف له ضمانت وركونكي عدالتونه ډېر ښه وو او كوم عدالتونه چې د دوي په ضد پريكړه وكړي د هغوي په حقله سم تاثر نه وركړے كېږي٬دا د عدالت سپكاوے دے٬نواز شريف او شهباز شريف تر ننه د يوې پوښتنې ځواب نه دے وركړے٬عمر له ئې د جمهوريت٬او سياسي انتقام شا ته خپل ځان مظلوم ښودلے ٬(ن)ليګ پخوا پھ عدالتونو فشار اچولے ٬د جسټس قيوم معامله د ټولې نړۍ پھ وړاندې ده٬نواز شريف او شهباز شريف دې اووئي چې دوي دومره پيسې او اثاثې څنګه راپیدا كړی٬۔دا يوه ساده پوښتنه ده ٬ مونږ غواړو چې ادارې په خپلو پښو اودرېږي او خپلې پريكړې پخپله وكړي۔زمونږ د ليډر عمران خان هم دا وژن دے۔ده د ګل په ماښام پي آئي ډي كښې د داخله او احتساب خاص صلاحكار شهزاد اكبر سره پرېس كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل د شهباز شريف نه چې كومې پوښتنې شوي د هغې ځواب يې نه دے وركړے٬نن مريم نواز پرېس كنفرنس كښې دا ادعا كوله چې مونږ خانداني ريئسان يو٬كه داسې خبره وه نو بيا خو ځواب ډېر آسان ؤ او د پيسې په ښه طريقه د ګټلو اجازه اسلام هم وركوي او كله جې حكومت٬عدالت يا تفتيشي افسر پوښتنه وكړي چې د دولت ګټلو زريعې څه وې نو د دې ځواب ډېر ساده وي چې په دې ډول مونږ پيسې ګټلې دي ٬ ده ووئېل د نواز شريف غوندې شهباز شريف سره هم كوم ځواب نشته ځكه چې د دوي ټولې اثاثې غېر قانوني دي او په كرپشن جوړی شوي ۔ده ووئيل(ن)ليګ ځان د قانون نه بالاتر ګڼي يا د دوي نه پوښتنه كول د دوي په شان كښې ګستاخي ده ځكه چې دا خاص محلوق دے او د دوي رويه د باچاخانو نه زياته تكبر لرونكې ده٬ د (ن)ليګ مشرتابه د كومې هم اادارې په وړاندې خپل ځواب وركول د ځان سپكاوې ګڼي۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)قيادت چې كله په اقتدار كښې وي او ادارې د دوي د خوښې ترمخه كار كوي نو ډېرې ښې وي خو چې كله د قانون ترمخه كار كوي بيا سمې نه وي۔وفاقي وزير ووئيل درې ځله پاتې شوے وزيراعظم نواز شريف چې كله هم په اقتدار كښې ؤ نو د هغه اولاد اثاثې او سرمايه كاري به بهر وه ځكه چې دوي ته معلومه ده چې اقتدار نه وي نو دوي به هم د پاكستان نه بهر وي ۔ده ووئيل د وزيراعظم د 300 كناله كور ذكر شوے نو وزيراعظم عمران خان نه خو په كاروبار كښې ؤ او نه يې كومه اولسي عهده لرله٬ده خپله حق حلال د محنت په ګټه كور جوړ كړے ۔ د 40 كالو مني ټريل عمران خان وړاندې كړے او د (ن)ليګ پھ حكومت كښې ټول شواهد سترې محكمې له وركړی شوي۔ده ووئيل نواز شريف او شهباز شريف تر ننه د يوې پوښتنې ځواب نه دے وركړے٬عمر له ئې د جمهوريت او سياسي انتقام شا ته خپل ځان مظلوم ښودلے ۔ده ووئيل(ن)ليګ غواړي چې د عمران خان حكومت لاړ شي او د دوي د خوښې حكومت راشي او لا كرپشن كولو سره اثاثې جوړی كړي٬د دې هېواد سره د(ن)ليګ هېڅ كمټمنټ نشته۔ده ووئيل مونږ غواړو چې ادارې په خپلو پښو اودرېږي او خپلې پريكړی پخپله وكړي٬مونږ پھ ميرټ پريكړې غواړو او زمونږ د ليډر هم دا وژن دے ۔د اطلاعات وزير ووئيل مونږ د چا سره كومه ذاتي غليمي نه لرو٬ د عمران خان د شهباز شريف سره هيڅ سيالي نه جوړېږي ٬ چرته عمران خان او چرته شهباز شريف ۔؟ ۔پھ 22 كاله هلو ځلو كولو او په ايماندارۍ يې د هېواد نوم روښانه كړے٬په حكومت كښې د نه پاتې كېدو باوجود يې لويې كينسر روغتون جوړ كړے او شهباز شريف د كرپشن او مني لانډرنګ نه غېر نور هېڅ نه دي كړي۔ده ووئيل نواز شريف پھ اے پي سي كښې دومره اوږد تقرير كړے چې نه يې د زړه درزا كمه شوه او نه يې پليټ ليټس كم شول٬هغه خو پھ زړه پورې ژوند تېروي