پېنډۍ۔11نومبر(اے پی پی) د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ملاقات كړc كوم كښې چې د شريكو خوښې چارو او سيمې ايزې سلامتيا وضعې په شمول په افغان مفاهمتي عمل ٬ پاك ايران سرحدي انتظام او د سرحدي ماركيټونو په اړوندو چارو غور وكړے شو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د پاك پوځ سرلښكر ووئيل د پاك ايران دوه اړخيزه اړيكو ودې سره به په سيمه ايزه سلامتيا او ثبات مثبت اغېز پرېوزي۔ د ايران خارجه وزير جواد ظريف سيمه ايز استحكام او په خاص توګه افغان امن عمل لپاره د پاكستان د كردار ستائنه كولو سره د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه په زړه پورې اړيكو له د كار روان ساتلو لوظ وكړو