د برېسټ كینسر په اړه شعور بیدارولو كښې د ميډيا او سوشل ميډيا پشمول د ټولنې ټولو طبقو له خپل كردار لوبول پكار دي۔ وړومبۍ مېرمن ثمينه علوي

image

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وړومبنۍ مېرمن ثمينه علوي وئيلي دي د برېسټ كېنسر په اړه شعور بېدارولو كښې د ميډيا او سوشل ميډيا پشمول د ټولنې ټولو طبقو له خپل كردار لوبول پكار دي ٬ د دې رنځ په وخت تشخيص سره درملنه ممكن ده۔ دا خبرې دې د زيارت په ورځ فاطمه جناح پارك اېف نائن كښې د برېسټ سرطان پحقله د واك په موقع دستورې ته وېنا كښې وكړې۔ د واك او دستورې اهتمام پنك ربن او د صحت قامي وزارت كړے ٶ۔ په دې موقع د پارلمان مېرمنو غړو پشمول زده كوٶنكو انجونو٬ لېډي هېلت وركرز او نرسانې په لويه شمېره موجود وې۔ وړومبنۍ مېرمن دستورې ته وېنا كښې ووئيل د ننني واك مقصد په مېرمنو كښې د برېسټ كېنسر په اړه شعور بېدارول دي۔ دې ووئيل په دې لړ كښې شعور بېدارولو ته اړتيا ده ځكه چې كه د رنځ په ابتدائي پړاٶ كښې تشخيص وشي نو درملنه ئې ممكن ده او دې لپاره د دې رنځ د زر تشخيص په اهميت به پوهېدل وي۔ دې ووئيل پرمختګ كړو هېوادونو كښې د دې رنځ د ښه كېدو شرح 98 فيصده ده او پاكستان كښې دا شرح ځكه كمه ده چې دلته مېرمنې شرم محسوسوي او د خپل رنځ په اړه خبره نه كوي او دې سره په تشخيص كښې تاخير وشي۔دې ووئېل ضرورت د دې خبرې دے چې مېرمنو په خاص توګه پېغلو انجونو كښې په دې لړ كښې شعور رابېدار كړے شي۔ دې ووئيل حكومت مېرمنو لپاره يو كال سنټر هم جوړوي چرته چې به مېرمن د شرم او خطر نه غېر خبره كولې شي۔ دې ووئيل د پن ربن تحريك د ځينو كلونو راهسې فعاله دے او مونږ لپاره دا د خوشحالۍ خبره ده چې اوس په دې تحريك كښې لېډي هېلت وركرز او نرسز هم شاملې شوي۔ دې ووئيل د 35 كالو عمر نه پس مېرمنو لپاره مېمو ګرافي ضروري ده، پمز كښې په دې لړ كښې د تشخيص ويړيا سهولت موجود دے۔ دې ووئيل د برېسټ كېنسر په اړه شعور بېدارولو كښې د ميډيا او سوشل ميډيا پشمول د ټولنې ټولو طبقو له خپل كردار لوبول پكار دي ٬ ۔ د دې نه وړاندې د پنك ربن ډاكټر عائشه د خاص مېلمنې هركلے وكړو او په دې موقع وړومبنۍ مېرمن د واك مشري كولو سره په واك كښې برخه واخسته

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں