سماجي او اقتصادي پرمختګ د بشري وسائلو پرمختګ نه غېر ممكن نه دے ٬دې مقصد لپاره په هېواد كښې نورې اعلٰی تعليمي ادارې جوړېږي

image
APP04-02 ISLAMABAD: July 02 - Vice Chancellor, University of Baltistan Prof. Dr. Muhammad Naeem Khan called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي سماجي او اقتصادي پرمختګ د بشري وسائلو پرمختګ نه غېر ممكن نه دے٬دې مقصد لپاره په هېواد كښې نورې اعلٰی تعليمي ادارې جوړېږي۔ده دا خبره د ګل په ورځ پھ ايوان صدر كښې د بلتستان پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر محمد نعيم خان سره په خپلو خبرو كښې كړې چې پكښې اولس مشر هغه له په ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه۔اولس مشر ووئيل د بلتستان پوهنتون جوړېدو سره به شمالي سيمو كښې د تعليم آسانۍ زياتې شي۔ده هيله څرګنده كړه چې نوې پوهنتون به د هېواد ښه تعليمي ادارې جوړېدو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ده وائس چانسلر ته د پوهنتون د سېنېټ٬سينډيكېټ٬اكېډمك كونسل او سلېكشن بورډ زر تر زره جوړولو سپارښتنه وكړه۔دغسې چې د پوهنتون چارې په ښه ډول ترسره شي۔په دې موقع وائس چانسلر اولس مشر له باور وركړو چې د بلتستان پوهنتون ښه والي له به ټول وسائل كارولې شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں