د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬ په داخله وزير د بريد غندنه٬ د ھغه د صحت لپاره دعا

image
APP88-08 ISLAMABAD: May 08 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi meets representatives of Business Community at PM Office. APP

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه۔ وفاقي كابينې په داخله وزير احسن اقبال د بريد سخته غندنه كولو سره د ھغه زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ کابینې د وفاقي كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ په 27م اپرېل غونډه كښې د پرېكړو توثيق وكړو۔ په غونده كښې د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه د تعليم په اړه د مرستې پحقله د مارچ په اتمه نيټه كال 2005 كښې د شوو پرېكړو د تجديد منظوري وركړه ۔کابینې د چین او پاکستان ترمېنځه د كركيلې او بائيو سائنس په حقله د تفاهم په يادښت ٬ د پاكستان او اردون ترمېنځه د تورنو د تبادلې په لوظنامه او د نادرا لخوا صوماليه كښې د خدماتو د وركړې پحقله د 14 مېليونه امريكائي ډالرو ماليت په كرېډټ لائن فېسلېټي د لوظنامې توثيق وكړو۔ د دې سره وفاقي كابينې اقبال اكېډيمي لاهور لپاره د نائب خزانچي او د ګورننګ باډۍ د نامزدګۍ٬ د احمد اوېس پيرزاده د اپېلټ ټرېبونل غړي په توګه د غوره كېدو ٬ نوي ميډيكل كالجز لپاره د نظر ثاني انسپكشن پرفارمې او د كابينې د قامي سېكورټي پرنټنګ كمپنۍ د بورډ آف ډاېرېكټرز د ټاكلو منظوري وركړه۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د كابينې غړي د فاټا اصلاحاتو د پارلماني مشرانو د غونډې نه خبر كړل

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں