د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان په قومي اسمبلۍ كښې په بجټ د بحث په مهال خبرې

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي چې په اسلامي بنكارې كښې د پاكستان بهتري او كاميابي ده٬ هېڅ يو حكومت اولس دښمن بجټ نه جوړوي٬ لوېديځ هېوادونه په اسلامي اصولو عمل كولو سره د سود نه پاك بنكارې په پلو پرمختګ كوي او مونږ د 70 كلونو نه د سود خاتمې لپاره كوم كوټلي اقدامات ونه كړې شول۔ د خالي په ورځ په قومي اسمبلۍ په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره د پارلماني چارو دوهم وزير ووئيل چې كه پاكستان چلول وي نو د دې بنياد ته به رجوع كول وي۔ ده ووئيل چې قائداعظم په كال 1942م كښې وئيلي وو چې د پاكستان د طرز حكمرانې پرېكړه 1300 كاله وړاندې ښودلې شوې چې دا طرز حكمراني په قرآن كښې موجود ده۔ دا خبرې به مونږ ته خپلو بچو ته ښودل وي۔ ده ووئيل چې كه مونږ د اسلامي بنكارې په پلو لاړو نو كاميابي ده۔ ده ووئيل چې د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل كوم وزيراعظم د مدينې د رياست خبره كوي۔ د ده ملګرتيا وكړئ۔ ده ووئيل چې په كال 2020م كښې به په نړۍ كښې اسلامي بنكاري د درې كهرب نه زياته شي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں