له آئین او قانون څوك پرته نه دي٬ چې څوك ئې چېلنج كوي قانون به په حركت كښې راځي

image
APP38-29 ISLAMABAD: May 29 - Minister of State for States and Frontier Regions Shehryar Khan Afridi addressing a press conference. APP

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د سېفران دوهم وزير شهریار خان آپریدي وئيلي دي چې له آئین او قانون څوك پرته نه دي٬ چې څوك ئې چېلنج كوي قانون به په حركت كښې راځي٬ د آئين له مخې د عدليې او پوځ په ضد خبره نه شي كېدې٬ پښتنو كله هم د پاكستان په ضد نعرې نه دي وهلې٬ كه څوك تحفظات لري نو زمونږ دروازې مذاكراتو لپاره پرانستې دي٫ علي وزیر او محسن داوړ مونږ ځان سره كښېنولي دي٬ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن شپ مو وركړې٬ د دوي وړاندې كړې شوې 26م بدلون په يوه خله منظور كړې شوې۔ د شورو په ورځ پي آئي ډي كښې سېكتر ٬ جوائنټ سېكتر او د يو اېن اېچ سي آر نمائنده سره خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د فاټا په خېبر پښتونخوا كښې د انضمام٬ اېف سي آر غوندې د تور قانون خاتمه ٬ په چېك پوستو كښې كمې د بارودي سرنګونو صفائۍ پشمول د دواړو غړو او د فاټا د خلقو په غوښتنو عملدرآمد شوې٬ يو لك 81 زره بلاك شناختي كارډونه بحال كړې شوي۔ ده ووئيل څوك چې د آئين او قانون عزت كوي ځان ته به ئې نزدې كوو۔ ده ووئيل په ھر ډول منفي سوچ به قانون په حركت كښې راځي۔ ده ووئيل دا زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده چې د تيارو نه پس اوس د رڼا سفر پېل شوې دے۔ دې لپاره به مثبت كردار لوبول وي۔ څنګه چې د بي اېل اے خلق د وسلې نه لاس په سر شول او په قامي چوكاټ كښې شامل شول مونږ ځان ته نزدې كړل۔ شهریار آپریدي ووئيل مونږ د ډرون بريدونو٬ فاټا كښې د عملياتو او د اېن اېف سي غوندې د تور قانون مخالفت وكړو٬ د فاټا انضمام لپاره مونږ غږ پورته كړو٬ اوس ځوانان بې لارې كولې شي ٬ د وزيرستان وګړو دې پاكستان لپاره خپل ځانونه او وينه وركړې ده٬ د لوئے څښتن او رسول( ۖ )نه پس زما بنياد زما خاوره ده٬ دې لپاره د هر څه نه تېر يو٬ مونږ به نه زياتيات كوٶ او نه به نور څوك دې ته پرېږدو٬ د پاكستان سباٶن روښانه دے۔ ده ووئيل زه چې كله داخله وزير وم نو د پېښور كور كمانډر٬ جي او سي كوهاټ او د پوځ سرلښكر سره مې ملاقات كړې او دوي مې د وزيرستان د اسمبلۍ غړو سره خبرو نه خبر كړل نو د هر اړخ نه مثبت غبرګون ٶ٬ او خبرې وشوې٬ هر چا ملاتړ وكړو خو څوك چې د پاكستان آئين په ضد ځي٬ قانون به په حركت كښې راځي٬ خبرو اترو لپاره زمونږ دروازې پرانستې دي٬ د محسن دواړ او علی وزیر نومونه په اي سي اېل كښې راغلل نو كابينې دا نومونه ووېستل ٬ تحريك انصاف ته پښتنو عزت وركړې ٬ وړومبې ئې ورله په صوبه كښې حكومت وركړو او بيا ئې ورله دوباره كاميابي وركړه٬ مونږ كار ته پرېږدۍ٬ مونږ به كاركردګي ښائيو٬ مونږ به د مخالفې ډلې نه مرغوب كېږو نه ، د پخوانۍ فاټا محرومۍ لرې كولو لپاره په زړه كښې دړد ساتو٬ د پاکستان د سالمیت، قامي بېرغ

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں