د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پوليسو د شهيدانو ورځې په موقع پېغام

image

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د پوليسو د شهيدانو ورځې په موقع د پوليسو افسرانو او اهلكارو ته په لازوال قربانيو د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوو٬ سره د سختو حالاتو او محدود وسيلو پوليسو امن او د اولس حفاظت لپاره مثالي كردار ترسره كړے او په دې لړ كښې ئې د كومې هم قربانې نه ډډه نه ده كړې۔ د اتوار په ورځ د پوليسو د شهيدانو ورځې په موقع په خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل چې ټول قوم د هېواد او قوم سلامتيا لپاره د خپل ځان قربانوونكو مقروض دے۔ ده ووئيل چې نن د دې لوظ د پخلي كولو ورځ هم ده چې مونږ ته يو موټې كېدو سره د كورنيو او بهرنيو سازشونو مقابله كول دي ځكه چې شرخوښي عناصر د پاكستان د پرمختګ او استحكام په ضد دي۔ ده ووئيل چې د پوليسو پشمول زمونږ امنيتي ادارې د دښمن په ضد بوخت دي او انشاالله ډېر زر به دا عناصر ختم كړے شي۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں