خارجه وزير شاه محمود قريشي خپل پلاوي سره تهران ته ورسېدو، خارجه وزير به اېراني مشرانو سره ملاقاتونه كوي

image

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي خپل پلاوي سره تهران ته ورسېدو، خارجه وزير به اېراني مشرانو سره ملاقاتونه كوي. د مهر آباد په هوائي اډه د اېران د خارجه وزارت ډائرېكټر جنرل سيد رسول موسوي، په تهران كښې د پاكستاني سفارت ناظم الامور سيد فواد شېر او د سفارت نورو چارواكو د خارجه وزير تود هركلې وكړو. خارجه وزير به په تهران كښې اېراني مشرانو سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به هغه د اېران او امريكې د تاٶ تريخوالي او په مېنځني ختيځ كښې د امن او امان صورتحال په اړه د پاكستان دريځ وړاندې كوي. د منطقې كړكېچن صورتحال په تناظر كښې د خارجه وزير د اېران دورې ته ډېر اهميت وركولې شي.

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں