پاك پوځ په ګلګت كښې د زمكې ښوئېدنې په پېښه ګېر شوي د نجي كالج 22 زده كوونكي په حفاظت سره ريسكيو كړل

image

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) پاك پوځ په ګلګت كښې د زمكې ښوئېدنې په پېښه ګېر شوي د نجي كالج 22 زده كوونكي په حفاظت سره ريسكيو كړل۔ دا زده كوونكي سكېنګ لپاره ګللت ته تللي وو خو په واوره او د زمكې ښوئېدنې په پېښه كښې ګېر شوي وو۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې دا زده كوونكي د رټو په سيمه كښې د تېرو پنځو ورځو نه ګېر وو۔ د نجي تعليمي ادارې لمز انتظاميې پاك پوځ ته د مرستې خواست كړے وو۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د چورلكې د لارې په سمدستي توګه د زده كوونكي راويستلو هدايت كړے و۔ په دې زده كوونكو كښې 13 هلكان او 9 جينكې شاملې وې۔ ټول زده كوونكي پېنډې ته رسېدو نه پس خپلو كورونو ته روان شوي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں