د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر به په څلور ورځنې دوره ﴿نن﴾ اسلام آباد ته رارسي

image

اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګټرس به په څلور ورځنې دوره ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ اسلام آباد ته رارسي. هغه به د افغان كډوالو په اړه په نړيوال كنفرنس كښې ګډون كوي. د دورې په مهال به هغه اولس مشر ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كوي. هغه به خارجه وزير شاه محمود قريشي سره هم ملاقات كوي. پاكستان به هغه د ملاقاتونو په مهال د كشمير شخړې د ټولو اړخونو نه خبروي. د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر به د پارلمان غړو، مېډيا او ځوانانو سره هم ملاقات كوي. هغه به د لاهور او كرتاپور صاحب دوره هم كوي.

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں