د پاك فضائيه تربيتي الوتكه د ميانوالي ائير بېس سره نزدې رانسكوره شوه، 2 پائلوټان شهيدان شول

image

اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د پاك فضائيه تربيتي الوتكه د ميانوالي ائير بېس سره نزدې رانسكوره شوې، په الوتكه كښې ناست 2 پائلوټان شهيدان شوي دي۔ د پاك فضائيه وياند له مخې د پاك فضائيه تربيتي الوتكه اېف ټي سيون (FT7) كښې 2 پائلوټان اسکوارډن ليډر حارث بن خالد او فلائنګ افسر عبادالرحمان ناست وو۔ تربيتي الوتكه ميانوالي ائير بېس څخه پاسيدلې وه او د لينډنګ څخه وړاندې د فني خرابۍ له امله ميانوالي ائير بېس سره نزدې رانسكوره شوې۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كيدو د مرستې ډلې د پېښې ځائ ته رسيدلې او د مرستې کارروائي ئې پيل كړې دغسې فورسز سيمه وولقه كښې اخستي۔ ائير هيډ کوارټرز د پېښې وجوهات معلومولو لپاره بورډ جوړ كړې دې

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں