د حکومت سرمايه کار دوسته پاليسۍ غير ملکي سرمايه کارو له کاروبار پراخه كولو موقعې وركوي

image

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پيي) وزيراعظم عمران خان پاکستان كښې پېپسي كمپنۍ ته د موجوده كاروباري ونچرز او سباٶن كښې د مجوزه سرمايه كارۍ د منصوبو ستائنه كولو سره وئيلي دي د حکومت سرمايه کار دوسته پاليسۍ غير ملکي سرمايه کارو له کاروبار پراخه كولو موقعې وركوي۔ د وزير اعظم عمران خان دا خبرې د افرېقې ٬ مينځنې ختيز او سوئېلې اسياﺀ د پېپسي كمپنۍ چيف ايګزيکټو آفيسر يوجين ويليئم سن سره ملاقات كښې خبرې كړې چا چې د شورو په ورځ هغه سره په وزيراعظم آفس كښې ليدلي دي۔ د ملاقات په مهال د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داٶد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن سيد زبېر حېدر ګېلاني هم موجود ٶ٬ يوجين وېليئم سن وزير اعظم د کمپنۍ لخوا پاكستان كښې د موجوده سرمايه كارۍ د پورټ فوليو نه خبرولو سره ووئيل پاكستان كښې 60 زره ملازمان نېغه په نېغه يا بلواسطه كمپنۍ كښې ملازمت كوي او دغسې ګرد هېواد كښې 7 لكه ته نزدې د پرچون نېټ ورك معاش هم پېپسي مصنوعاتو سره تړلې دې۔ ده ووئيل زمونږ كمپنې پاكستان كښې د زيات ټېكس وركوونكو په فهرست كښې شامله ده۔ په ملتان كښې د نوې سنېكس پلانټ د كاميابې پرانستې په اړه اوسنۍ سرمايه كاري٬ د پلانټس صلاحيت٬ ډسټري بيوشن نېټ ورك كښې اضافه او دې سره د روزګار او نورې اقتصادي هلې ځلې د لا زياتېدو په اړه وزيراعظم خبر كړو۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع ووئيل د حکومت سرمايه کار دوسته پاليسۍ غير ملکي سرمايه کارو ته په بېلو څانګو كښې کاروبار پراخه كولو لپاره بلها موقعې وركوي۔ وزيراعظم په سماجي پرمختګ كښې د پېپسي كمپنۍ د عزم هركلې كولو سره ووئيل حكومت به كمپنۍ ته د بزنس پراختيا لپاره هر ډول ممكنه آسانۍ وركوي٬ د خبرو اترو په مهال پاكستان كښې د ډېري سېكټر د پرمختګ په امكاناتو هم د خيالاتو څرګندونه

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں