اطلاعات او خپرونو لپاره قائمه كمېټۍ د اے پي پي بدلون بل 2019 ٬ د پرېس كونسل آف پاكستان بدلون بل 2019 په يوه خله منظور كړل

image

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره قائمه كمېټۍ د اے پي پي بدلون بل 2019 او د پرېس كونسل آف پاكستان بدلون بل 2019 په يوه خله منظور كړي ٬ د وزارت دواړه ذيلي ادارې به په شپږو مياشتو كښې رولز جوړوي۔ د قامي اسبملۍ د اطلاعات او خپرونو لپاره د قائمه كمېټۍ غونده د چيئرمېن ميا جاويد لطيف په مشرۍ كښې وشوه ٬ په غونډه كښې د پېمرا چيئرمېن محمد سليم بېګ ،د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر طارق محمود خان ، د وزارت چارواكو او د كمېټۍ غړو انجينئر عثمان خان ترکئۍ، طاهر اقبال ،محمد اکرم، محمد عالمګير خان،آفتاب جهانګير، خواجه سعد رفيق، مائزه حميد، صائمه نديم، کنول شوزب، ناز بلوچ ګډون وكړو۔ كمېټۍ په نجي نيوز چېنلز د پېمرا د موثره چېك اېنډ بېلنس په نشتوالي د تحفظاتو څرګندونه كولو سره پېمرا چارواكو ته امر وكړٶ چې په اوسني رولز كښې بدلون تجويز كړي دغسې چې د نجي ټي وي چېنلز كاركردګي لا ښه كړې شي۔ كمېټۍ د اطلاعات او خپرونو وزارت ته امر وكړو چې د سندھ حكومت لخوا خېر پور سندھ كښې په كال 11-2010 كښې د راډيو سټېشن لپاره د ټرانسميټر اخستو لپاره د سل مېليونه جاري شوي فنډ د ناسمه كارولو بې پرې تحقيقات وكړئ او د ذمه وارو تعينولو سره هغوي له سزا وركړئ او پرې جرمانه هم اولګوئ ۔ كمېټۍ د اے آر ٶائي چېنل په پروګرام د بنديز لګولو او بيا د پرېكړې په بېرته اخستو د تحفظاتو څرګندونې سره ووئيل دې څخه د ادارې عزت كښې كمې راغلې۔ د پېمرا چيئرمېن محمد سليم بېګ كمېټۍ ته ووئيل د اے آر وائي په چېنل د جنورۍ په 14مه نيټه د كاشف عباسي په پروګرام آف دي رېكارډ د رامخې ته شوې پېښې نه پس انتظاميې نوټسز جاري كړي٬ د جنورۍ په 24مه نيټه د سماعت نه پس به حتمي پرېكړه كولې شي ۔ده ووئيل پېمرا په دې لړ كښې نوټس جاري كولو سره د اے آر وائي انتظاميې ته امر كړې چې دا پېښه بيا بيا نشر نه كړئ خو انتظاميې خبره نه ده عملي كړې چې پرې پېمرا شوكاز نوټس جاري كړے۔ د كمېټۍ غړي فخر امان د اے پي پي بدلون بل 2019 او د پرېس كونسل آف پاكستان بدلون بل 2019 په سلا منظور كړل٬ د بل له مخې به د اطلاعات او خپرونو وزارت دواړه ذيلي ادارې په 6 مياشتو كښې خپل رولز وضع كوي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں