د كورنيو چارو وزارت د اسلام آباد ضلعی انتظامیه كښې د تبادلو په اړه د خپور شويو خبرونو ترديد كړې

image

اسلام آباد 06 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وزارت د اسلام آباد ضلعی انتظامیه كښې د تبادلو په اړه د خپور شويو خبرونو ترديد كړې۔ د جمعې په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاری شوي بیان كښې وئيلي شوي چې د كورنيو وزارت د اړخه د اسلام آباد ضلعی انتظامیه كښې د تبادلو په اړه كومه سمري وړاندې شوې نه ده۔په دې حقله خپاره شوي خبرونه بې بنسټه دي۔وياند ووئيل د كورنيو چارو وزارت یا اړوندې ادارې دې بیانونو سره هيڅ تعلق نه لري كومو ورځپاڼو چې داسې خبرونه خپاره كړي هغوي دې پخپله ترديد وكړي او د تصدیق نه غير داسې خبرونو خپرولو څخه دې ډډه وكړې شي۔

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں